ګارډین: ملاعمر له القاعدې سره اړیکې پرې کوي
سرچینه: ګارډین بریټانوۍ ورځپاڼه
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
د ګارډین بریټانوۍ ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د پاکستان د استخباراتو له یوه عالي رتبه مامور څخه په نکل د طالبانو د مشر ملامحمدعمر او القاعدې د ارتباط په اړه یوه مقاله خپره کړي ده .
ورځپاڼه کاږي چې ملاعمر اخند اوس چمتو دی چې د القاعدې له ډلي سره خپلي اړیکي پرې کړي.
د اې اس اې ادارې یوه چارواکي امیرترار ګارډین ته په خپله مرکه کې ویلي چې د طالبانو مشر ملا عمر یو ښه سړی دی او په افغانستان کې د سولې د راتګ هیله لري.
امیرترار د پاکستان د استخباراتو یوه عالي رتبه پخوانی مامور وو چې په افغانستان کې یې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له طالبانو سره د پاکستان مرستې منسجمولي او په ورته وخت کې د ملاعمر ښونکی هم بلل کیږي.
ترار ورځپاڼي ته ویلي چې ملاعمر اخند د افغانستان د سولې په اړه فکر کوي او غواړي له خپلې متحدې القاعدې سره ارتباط پرې کړي تر څو یې په هیواد کې سوله راشي.
بریګیډر سلطان امیر ترار د (ISI) ادارې یو عالې رتبه غړی وو چې وایې ملاعمر دمګړۍ په خپل لومړي هدف کې د القاعدې ډلي له جنګیالو څخه د خپلو پلویانو د جلاکولو هڅه کوي او نوموړی په افغانستان کې سوله غواړي نه کوم نوی شی.
ګارډین لیکي چې که د ښاغلی ترار دغه وینا دقیقه وي د غرب هغه هیله به پوره شي چې غواړي په افغانستان کې د سولې خبرو ته یوه لاره پرانیزي او افغان حکومت یې هم هڅي پیل کړي دي.
له طالبانو سره خبري اتري د لندن په کنفرانس کې د بحثونو تر ټولو لویه موضوع وه چې د افغانستان یو شمیر نړیوالومتحدینو یې ملاتړ وکړ.
ګارډين لیکي چې که چیرته په ریښتیا هم ملاعمر له القاعدې څخه جلا والی غواړي نو څنګه به دا امکان ولري په داسي حال کې چې القاعد له طآلبانو سره د مالي مرستو دوامداره سابقه لری، ایډیالوژیکي جګړه یې طالبانو ته ورته ده او په تیرو اتو کلونو کې یې خپل ګڼ شمیر غړي د طالبانو په پلوۍ د افغانستان او پاکستان په ګډون د نړۍ په ډیرو برخو کې له لاسه ورکړي؟.
ورځپاڼه لیکي چې دا یوه ډیره مغلقه پوښتنه ده چې ورسره غربي استخباراتي چارواکي او دیپلوماتان مخامخ دي.
ګارډین لیکي چې د پاکستان د استخباراتو دغه مامور امیرترار د ۹۰یمې لسیزې پر مهال د طالبانو د نو بنیاده تشکیل ډیر عمده ملاتړ کونکی وو او ډیری کسان یې د طالبانو د ولي په نامه هم پیژني.
۶۵ کلن ترار چې په راولپنډۍ کې یې په خپل کور کې له ګارډین سره خبري کولي په دوبۍ کې د ملګرو ملتونو د افغانستان د څانګي مشر کې ایډې او طالب استازو تر منځ د خبرو اترو په اړه چې ویل کیږي د رواني میاشتي په سر کې تر سره شوي وویل: (( که دا کار شوی وي دا یو خراب کار دی، هغه خبري چې د خبرو اترو د پیل لپاره تر سره شوي باید د داسي یو کس له لوري تر سره نشي چې هغه طالبانو ته هیڅ راز ارزښت نلری، او په ورته وخت کې د ملاعمر د شورا هیڅ یو استازی هم په دغو خبرو کې شامل نه وو)).
ښاغلی ترار وایي چې له طالبانو سره خبري اتري هغه وخت مثبته نتیجه ورکولای شي چې پکې له ملاعمر سره مستقیم تماس ونیول شي هغه څوک چې یوه سترګه لري او د ۸۰مې لسیزې پر مهال یې په افغان جهاد کې ونډه لرله.
ښاغلي ترار چې په ډیره مهربانۍ او عاطفې سره یې د خپل دغه شاګرد په اړه چې له ۲۰۰۱ کال را پدې خوا ندی لیدل شوی ګارډین ته معلومات ورکول زیاته کړه چې "ملاعمر ښه سړی دی، په هغه خپل هیواد ګران دی، هغه د شرارت په لټه کې ندی".
د پاکستان د ا ستخباراتو دغه متقاعد چارواکي خبرداری ورکړی چې له طالبانو سره د سولې په لار کې د هر راز مالي رشوت ورکول به ناکام کار وي او هیڅ راز مثبتې پایلي به ونلري.
ترار وایې چې دغه کار به د سولې د پروسې اصلي کرکټران زیانمن کړي او دی د افغانانو په روح اوروان پوهیږي چې د پیسو په بدل کې د سولې راوستل سم کار نه ورکوي.
ورځپاڼه هغه ګنګوسي چې په دې ورستیو کې د افغان دولت او طالبانو د سولې په اړه خپریږي را اخلي او کاږي چې که چیرته دغه خبري په ریښتیا هم د طالب مشرانو او افغان دولت تر منځ پیل شي او یا هم پیل شوي وي آیا دا کار به د افغانستان د ۳۴ ولایتونو څخه د هغو ۳۳ ولایتونو ټیټ پوړي جنګیالي طالبان له بغاوت څخه راوګرځوي چې اوس له خپل هیواد څخه د بهرنیو سرتیرو د شړلو لپاره جنګیږي؟
ګارډین لیکي چې ښاغلی ترار د ۱۹۹۰مې لسیزې پر مهال د طالبانو او د پاکستان د استخباراتو تر منځ عمده ارتباطي کس وو.
نوموړی د طالبانو په مینځ کې په لوړ غیرت او له هغوي سره د مهربانه او مشفق ګډ کلتوره ملګري په نامه شهرت لري.
نوموړي په تیر څو کلونو کې د امریکا له دولت او د پاکستان له افسرانو سره د طالبانو په اړه ډیري خبري کړي او هغوي ته یې ویلي چې د افغانستان جګړه ځکه نشي ګټل کیدای چې پکې صداقت نشته .
نوموړی وایې: (( که چیرته امریکایان د اعتماد او باور یوه صالمه فضا رامنځ ته کړي او یا هم قانع کونکي دلایل را مخي ته کړي په داسي حال کې چې سرتیري یې د دغې جګړې په اړه ناخوښي ښکاري ،په افغان جګړه کې بریالي کېداې شي خو هغوي دا نه لري )).
ګارډین لیکي چې ډیری غربیان په دې باور دي چې د پاکستان ISI له طالبانو سره د سولې په خبرو کې ښه رول لوبولای شي.
یوه لوړ پوړي غربي دیپلومات ورځپاڼي ته ویلي چې ای اس ای د سولې په خبرو کې حیاتي رول لوبولای شي او که چیرته له دغه کار څخه ډډه وکړي نو باید حد اقل داسي یو کار وشي چې هغوي د دغو خبرو مختلولو ته پرې نښودل شي.