ما بۀ اکثره داسې ګڼله چې يوه ورځ نه يوه ورځ بۀ حتما زمااو د هغې تر منځ د بيلتون فاصلې ختمې شي ،دا د بيلتون ديوالونه بۀ ونړيږي او بيا بۀ تر عمره د چين ماچين د ښاپيريو سيلونه په ګډه کوو کينو بۀ او د ژوند په هره خبره کې بۀ د مينې افسانې لټوو.
زماد فکرپه ورشو ددې خبرو نه سوا بل څه نه وو. زه د هغې په مينه کې له حده تېر شوى وم په هر څه کې مې د هغې تصوير کتلو او په هره خبره کې مې د هغې نوم په ژبه راتلو همدا وجه وه چې ډېرى وخت به لکه د بت خاموش وم. او د خاموشۍ په سمندر کې بۀ مې د هغې خيال د خپل نا محدوده مزل ملګرې کړې وه
خو..........
خو نه پوهيږم ولې هغې نه غوښتل کله چې مونږ کولاي شول خپل ځانونه د يو بل په زړه کې ځاي کړو هغې دا کارو نه کړو هغې زه په خپل زړه کې ځاي کړې وم خو هغه د زړه په ساتلو نه پوهيده او ما هم د مينې په جنون کې خپل زړه بايللې وه او چندان په قيصه کې يې نه وم ما هغه د خپل زړه واکمنه ګڼله هغې زما په زړه پاچاهي کوله او دا ماته تر ټولو ستر وياړ وه .
او دهغې په هکله مې هم همداسې فکر کاوه
مګر داسې نه وه ما څوځله داسې احساس کړه چې هغه د مينې د مقدسې نامې سره اشنايې نه لري او نه د مينې په تقدس پوهيږي ځکه په مينه کې که انسان ډير څه لاس ته راوړي نو هر څه د لاسه هم ورکوي او هغه د يته تياره نه وه هغې نه غوښتل چې ځان د مينې په رنګ رنګ کړي او دا هغې لپاره تر ټولو ستره ضايعه او غټه کمزوري وه ما که هر څومره د بيلتون تيارې غوڅولې خو هغې نوره هم د تيارو لمن غځوله ځکه نو ماهم هماغه څه وکړل
چې هغې کول ...
سره ددې چې هغه اوس هم زما د زړه واکمنه ده خو زه د هغې نه لرې شوې يم زمونږ تر منځ فاصله اوس هم يو طرفه ده هغه اوس د مينې په تقدس هم پوهيږي او د مين احترام هم پيژني
خو اوس زما په زړه تيارې خورې دي ځه يواځې خوښ نه يم خو هغه مې يواځې ګل تنها پريښې
١٣٨٨٫١١٫١٢ د صفا راديو دفتر