میرویس جلالزی
د افغانستان د ځوانانو فوټبال لوبډلي تیره ورځ په بنګلدیش کې د فوټبال د روانو سیالیو په لړ کې د سریلانکا هیواد د ځوانانو لوبډله له خپلې مخې لري کړه.
له دې سره افغان لوبډله وتوانیده چې نیمه پایلوبو ته لاره ومومي.
د افغانستان د فوټبال ټیم له دې دمخه پاکستان او بنګلدیش ته ماتې ورکړي وه خو له هند څخه یې یوه ماته منلي وه.
د افغانستان د المپیک د ملي کميټي چارواکي تمه ښیې چې افغان لوبډله به وتوانیږي دا ځل په ډک لاس له دغو سیالیو را ستنه شي.