کله چي تاسو پښتو کیلیدړه رالېښل کړه ، نو باندي کلیک او انسټال یې کړئ .
کله چي پښتو کیلیدړه (کیبورډ) انسټال شو، نو په لاندي توګه یې فعال کړئ .
لومړی: مهار پاڼه (کنټرول پانل) خلا ص او هوري پر Regional and Language Option باندي کلیک وکړئ .
دویم : پورته کړکۍ کي څنګه چي وینئ، پر Details نومي تڼۍ باندي ټک وکړئ ، ترڅو تاسو ته لاندي ډول یوه بله کړکۍ خلاصه شي .
درېیم : له څرګندي شوي کړکۍ څخه پر Add باندي کلیک او هوري بیا په دې لاندي ډول پښتو کیبورډ وټاکئ .
اوس پر Ok باندي کلیک وکړئ، ترڅو ستاسو کیبورډ فعاله او دکاروني وړ و ګرځي .
که ستاسو کیبورډ د مېزپاسي ( Desktop) پر مخ نه وي راغلی، کولای شئ له هم هغه کړکۍ نه چي ژبه مو زیاته کړه ، پر Language Bar باندي ټک وکړئ او له خوښ بکسونو نه Show Additional Language Bar Icons in the Taskbar انتخاب او پر Ok باندي زور راوړئ .