مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-02-11   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

APS: د امریکا له پټو زندانونو او شپنیو عملیاتو د افغانانو ویره


سرچینه:  اې پې اس آژانس ( په فقیرو هیوادونو کې د مدني ټولنو رپوټ ورکونکی سازمان)


ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی


APS آژانس چې د نړۍ په فقیرو او وروسته پاتې هیوادونو کې د مدني ټولنو په باب رپوټونه جوړوي په دې ورستیو کې یې په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د شپې پر مهال عملیاتو او همدا راز د دغو ځواکونو د پټو زندانونو په اړه یوه لیکنه خپره کړي ده .

دغه رسنۍ په خپل یوه تازه رپوټ کې چې د افغانستان په اړه د لندن د کنفرانس د توافقاتو په تعقیب خپور شوی لیکي، سره له دې چې د بارک اوبهاما د ماموریت یو کال تیریږي او د ناټو قوماندانانو ویلي چې په افغانستان کې به د خلکو د زړونو او فکرونو د  تر لاسه کولو لپاره کار وکړي، په افغانستان کې د بشر د حقونو څخه سرغړوني د پخوا په څير رواني دي.

په رپوټ کې راغلي چې لا هم امریکايي ځواکونه د شپې پر مهال د ملکي افغانانو په ورونو چاپې وهي او ګڼ شمیر افغانان د دغو سرتیرو په هغو زندانونو کې چې افغان حکومت پرې خبر ندی په کامله بي سرنوشتۍ  کې بندیان دي.

آژانس کاږي چې په دغو پټو زندانونو کې چې شکنجه پکې معموله ده لا هم د افغانانو شکنجه روانه ده .

د افغانستان په کلیو باندي په مختلفو دلایلو د شپې پر مهال عملیات تر سره کیږي.

ډیری وختونه د افغانستان په کلیو د شپې له لوري بهرني سرتیري چاپې اچوي او په دې تور چې ګواګي طالبان پکې پټ شوي دي یو شمیر شکمن کسان چې ډیری یې بي ګناه ولسي افغانان دي نیول کیږي.

APS آژانس لیکي، ډیری هغه اطلاعات چې د دغو چاپو دمخه امریکايي ځواکونو ته ورکول کیږي وروسته غلط ثابتیږي.

آژانس د بیلګې په توګه د تیر کال په نوامبر میاشت کې د امریکايي ځواکونو له لوري د نجیب  الله قرار په نامه د کرهني د وزارت د ویاند دکور تلاشۍ ته اشاره کوي او لیکي:

کله چې د نوامبر میاشتې په یوه شپه د ښاغلي قرار کور تلاشي شو هغوي د قرار د تره زوی حبیب الرحمان چې د کمپیوټرونو انجینر او د دولت مامور  وو له ځان سره یوړ او  امریکايي ځواکونو د قرار د تره دوه نور زامن چې بي وسلي ول په ډزو سره ځای پر ځای ووژل .

د رحمت الله په نامه د میدان وردګو ولایت یو بل تن اوسیدونکی چې له نهو نورو کسانو سره نیول شوی وو وایې چې دی د امریکايي ځواکونو له لوري په خپل کور کې چې بیده وو توقیف شو او وروسته د کابل ریشخورو سیمې ته چې پکې د امریکایانو یو پټ زندان وو انتقال شو.

رحمت الله وایې چې د دغه زندان ټول ساتونکي غیر نظامي امریکایان ول چې ملکي جامي یې پر تن وي.

رحمت الله وایې چې ښايي دغه کسان د امریکا د استخباراتو ول چې په خپله په افغانستان کې شخصي زندان لري او خلک په خپل سر پکې ساتي.

د شخصي زندانانو او د شپې د عملیاتو بندیدل د افغان ولسمشر حامد کرزي هغه غوښتنه ده چې په وار وار یې له امریکایانو او نورو نړیوالو مطرح کړي ده .

حامد کرزي له الجزیرې ټلویزیون سره په خپله یوه مرکه کې ویلي وو چې مونږ پیسې نه غواړو خو امریکایان باید په خپل سري عملیات، د کورنو  تلاشي او د خلکو بي ځایه توقیفول بس کړي چې نور یې دی نشي زغملای.


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery