میرویس جلالزی
د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري هغه دوه پاکستانۍ نجوني چې د جنوبي آسیا په سیالیو کې یې خپل هیواد ته د سرو زرو مډالونه را وړي ول په افتخاري سفارتي رتبه ونازولي.
دغه دوه نجوني نسیم حمید او سارا ناصر نومیږي چې زرداري ورته د سپورټ د افتخاري سفیرانو لقب ورکړ.
پیغلې حمید په سل متریزه زغاسته کې لومړی مقام خپل کړ او پيغلې ناصر په کراته کې خپل هیواد ته د سرو زورو مډال ور په برخه کړ.
آصف علي زرداري دغه دوه نجوني وستایلې او هغوي یې په یو یو ملیون پاکستانۍ روپیو هم ونازولي.