د هالنډ د کرکیټ ټیم افغانستان ته د اماراتو په ابوظبۍ ښار کې نړیوال جام ته د لار موندلو په شل شل اوریزه سیالیو کې ماته ورکړه.
افغانستان تر دې دمخه له ایرلنډ، سکاټلنډ او امریکې څخه سیالۍ ګټلي وي.
افغان منډه جوړونکي نن ونه ځليدل او بالرانو ته يې دومره موقع ورنه کړه چې ماتې په بري بدله کړي.
په دغه لوبه کې افغانستان ۱۲۸ منډي جوړې کړي او نهه لوبغاړي یې وسوځيدل خو هالنډ د څلورو لوبغاړو په لرلو سره ۱۳۲ منډي جوړي کړي او دا سیالې یې په خپله ګټه سر ته ورسوله.
خو اوس که د افغانستان کرکټ ټیم د شنبې په ورځ له متحده عربي اماراتو څخه مسابقه ونه ګټي نو په نړیوال جام کې به د افغانستان ګډون په قطعي توګه ناشونی شي.
افغان کرکیټ بازان اوس د ټولو افغانانو دعا ته په تمه ده او له خپلو ټولو هیوادوالو غواړي چې د نړۍ په کچه دافغان بیرغ د بیا رپیدو لپاره دوي ته د دعا لاسونه پورته کړي.