مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-02-13   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

Boston Glob: دافغانستان په اړه د ولسن دوه سمي خبري


سرچینه: بوستن ګلوب ورځپاڼه

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی


د باسټن ګلوب امریکایۍ ورځپاڼي په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه د امریکا د وتلي سیاست وال چارلي ولسن هغه خبري را اخیستي چې د ورځپاڼي په باور دوه ځله خبري یې دواړه ځله کارنده واقعه شوي او سمي وي.

چارلي ولسن چې په ګانګرس کې د تکزاس ایالت سناتور وو، د روسانو پر ضد د افغان مجاهدینو په جګړه کې یې مجاهدینو ته ډیري مالي بسپنې را ټولي کړي وې او د مجاهدینو یو عمده مالي ملاتړ کونکی شمیرل کیده.

باسټن ګلوب لیکي چې ولسن دوه ځلي د افغانستان په اړه سمي او پر ځای خبري کړي دي.

نوموړي ویلي ول چې کله دی پاکستان ته دلومړي ځل لپاره ورغی او د افغان کډوالو کمپونه یې ولیدل نو سخت متاثره شو او ژمنه یې وکړه چې دی باید له دغو مهاجرینو سره مرستي وکړي او د سرو لښکرو پر وړاندي د هغوي د جګړې ملاتړ وکړي.

ورځپاڼه لیکي چې د چارلیس د جګړې په نامه یو فلم هم جوړ شوی چې پکې د شوروي پر وړاندي په پاکستان کې د افغان مهاجرینو خوځښتونه انځوروي او دا چې واشنګټن له دغومجاهدینو سره څرنګه مرستي کوي د دغه فلم لویه برخه جوړوي.

ولسن ویلي ول چې لومړی باید د شوروي پر ضد د افغان مجاهدینو ملاتړ وشي چې دا خبره یې پر ځای وه او دوهمه خبره یې دا وه چې په افغانستان کې د مجاهدینو له بریا وروسته باید له دغه هیواد سره اقتصادي مرستي وشي چې دا خبره یې پر ځای وه خو د امریکا د وخت ولسمشرانو و نه منله او پایلې یې نړۍ ته لوی خطر  متوجه کړ.


بوسټن ګلوب لیکي چې کله امریکا په افغانستان کې د مجاهدینو ملاتړ وکړ او سري لښکري یې ماتې کړي، نو امریکا افغانستان یوازي پریښود چې دا د ولسن اشتباه نه وه بلکه د هغه وخت د امریکا ولسمشران په خپل غرور کې ډوب شول او هر څه یې هیر کړل.

په هغه وخت کې د امریکا یو ولسمشر رونالد ریګن وو.

ولسن ویلي ول چې امریکايي مشران باید د هغو جهادي  بلاګانو خطر ته متوجه شي چې د شوري پر وړاندي بریالي کیږي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery