میرویس جلالزی
دوبۍ - فرانس پرس
د کرکیټ په نړۍ کې د جنګ ځپلي افغانستان کرکیټ ټیم د خپلو متواترو او د نه باور وړ بریاوو په لړ کې د شنبې په ورځ په یوه حیرانونکي لوبه کې کوربه هیواد عربي متحده امارات له خپلي مخې لري کړل او په دې سره یې د شل اوریزو سیالیو لومړي لوی تورنمنت ته چې په وسیټ انډیز ( لویدیځ هند) کې تر سره کیږي لاره ومونده.
دغه تورنمنت نړیوال جام ته د رسیدو لپاره د اپریل میاشتې په ۳۰مه پیلیږي او د مې میاشتي تر ۱۶مې نیټې پوري به دوام ومومي.
افغانانو له اماراتو څخه لوبه په څلورو ویکټونو وګټله .
ننۍ لوبه د افغان کرکیټ باز محمد نبي په شوت پیل شوه او نور علي هم په یوازي سر ۳۸ منډي جوړې کړې.
افغان کرکیټ بازانو چې د هجرت پر مهال له هیواد څخه بهیر ډیري ستونزي ګاللي اوس په خپل لوړو تکتیکونو دا وښوده چې یوه وتلي لوبډله ده او حتی کولای شي د امریکا په څير یوه هیواد کرکیټ بازان هم په ګونډو کړي.
افغان لوبډله به په راتلونکو لوبو کې یا له ایرلند او یا نیدرلند سره لوبه کوي دا دواړه لوبډلي له پخوانۍ تورنمنت څخه پاتې دي.
ویل کیږي چې د فاینل ګټونکي لوبډله به له هند او جنوبي افریقا سره یو ځای د سې ګروپ ته ځي او بایلونکي به له انګلنډ او ویست انډیز لوبډلو سره د ډې ګروپ ته ځي.