نن په پای لوبه کي افغانستان ایرلنډ ته په اتو ویکټو سخته ماته ورکړه او د نړیوال ۲۰/۲۰ اوریزو کي ئې ځان شامل او ددې روانوسیالیو اتلولي وګټله
په دوبۍ کي د زرګونو افغانانو په په جوش او نمانځنه کي افغان لوبغاړو ته دهمت او ډاډ یو خاصه فضا موجوده وه . او وئې کولای شول چي په ډيره اساني سره پایلوبه وګټله .
لوبه لومړی د ایرلنډ لخوا په بیټنګ پیل شوه او افغانانو ته ئې د اتو لوبغاړو په سوځیدو ۱۴۲ مڼدو هدف وټاکه خو افغانستان د دوه لوبغاړو په سوځیدو ۱۴۷ منډي جوړي کړې .
افغانستان په روانو سیالیو کي امریکا ، سکاټلینډ ،عربي اماراتو ، او ایرلنډ ته ماتي ورکړې وه او د هالنډ څخه ئې ماته خوړلې وه خو نن ئې دخپلو ملي جذبواولوړو استعدادونو تمثل نړیوالو تهوړاندي کړ او یو ګام نور پرمخ لاړه .
بېنوا انټرنيټپاڼه دخپلو لوستونکو او کارکونکو په استازیتوب دملي لوبډلي زحمت کښو لوبغاړو او ټولو افغانانو ته ددې ستر بري مبارکي وائې