مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-02-21   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

Herald Tribune:دجنوبي آسیا لانجې ته حل لاره،خلیلزاد


 International Herald Tribune:دجنوبي آسیا لانجې ته حل لاره،خلیلزاد

سرچینه: انټرنیشنل هرلډ ټربیون ورځپاڼه

ژباړه او ترتیب میرویس جلالزی

په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد له انټرنیشنل هرلډ ټربیون ورځپاڼې سره په خپله مرکه کې ویلي چې که چیرته سیمیز مشران له افغان حکومت سره همکاري وکړي او بهرني ځواکونه د هغوي امنیت وساتي نو د افغانستان لانجه به تر ډیره بریده هواره شي.

انټرنیشنل هرلډ ټربیون ورځپاڼه له خلیلزاد څخه په حواله کاږي چې  نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره له سیمو څخه د طالبانو په پاکولو کې مرسته وکړي او په یادو سیمو کې باید اقتصادي پروژو ته اولویت ورکړل شي.

خلیلزاد په دې باور دی چې پیسې او سیاسي فعالیت کولای شي چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې مثبت رول ولوبوي خو دغه کار به دومداري پایلي و نلري.

انټرنیشنل هرلډ ټربیون ورځپاڼه وړاندي لیکي چې له طالبانو سره د سولې خبرو ته لازم اقدامات او خاص شرایط مهم دي چې باید د افغان دولت له لوري برابر شي.

خلیلزاد ورځپآڼي ته ویلي چې له طالبانو سره مصالحه هغه وخت په بریالي توګه تر سره کیدایی شي چې حکومت خلکو ته د ژواندانه بهتر شرایط برابر کړي او طالبان په دې پوه شي چې د بریالي توب چانس نلري  او یوازنۍ لاره صوله ده .


خلیلزاد د افغان دولت اوسني شرايط هغسي ندي بللي چې پر وینا یې ډیری طالبان له بغاوت څخه سولې ته راوګرځوي او نوموړی په دې باور دی چې هغه طالبان به هيڅ کله هم له دولت سره خبرو ته حاضر نشي چې د بهرنیانو ملاتړ له ځان سره لري .

انټرنیشنل هرلډ ټربیون ورځپاڼه له امریکايي چارواکو په حواله لیکي چې تیره اونۍ په اسلام آباد کې د پاکستان د اردو لوړ پوړو چارواکو امریکايي جنرالانو ته په خپلو خبرو کې ویلی چې دوي کولای شي امریکا د طالبانو له یو شمیر مشرانو سره خبرو ته کښینوي او د افغان طالبانو قوماندانان له امریکا سره مخامخ خبرو ته حاضر کړي خو ښاغلی خلیلزاد په دې باور دی چې امریکا  به هیڅ کله هم هغه طالبان خپل نکړي چې د بهرنیو هیوادونو ملاتړ لري.

خلیزاد ورځپاڼي ته ویلي چې که پر طالبانو د محاصرې کړۍ تنګه شي، افغان کورني سرتیري  پیاوړي شي او د جنوبي آسیا د اوسنۍ شخړي لپاره یوه سیمیزه حل لاره وموندل شي نو پاکستان به هم په خپله خاوره کې د طالبانو د فعالیتونو د مخ نیوي لپاره زړه  ښه کړي .

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery