میرویس جلالزی
د ملي المپیک کميټې د بیلا بیلو فدراسیونونو له مشرانوڅخه د حساب اخیستلو لړۍ پیل شوه.
د المپیک د کميتې ریس ظاهر اغبر وایې چې دی غواړي د یوه ابتکاري عمل په چوکاټ کې د ټولو فدارسیونونو له مشرانو او مسولو کسانو څخه د تیر یوه کال په موده کې د هغوي دلګښتونو او نورو کړنو په باب پوښتنې وکړې د او د پوښتنو جریان به د ټولو فدراسیونونو د مسولو چارواکو پر وړاندي وي.
ویل کیږي چې د دغې لړۍ په لومړۍ ورځ د کشتې فدارسیون چارواکو د خپلو لګښتونو او تیر یوه کال د کړنو په اړه ښاغلي اغبر ته خپل حساب وړاندي کړل.