میرویس جلالزی
د افغانستان د ګلف لوبې د فدراسیون دوه تنه ګلف بازان د هغه پلاوي په ترکیب کې د بنګلدیش هیواد ته ورسیدل چې ټاکل شوي د ګلف د اماتورو لوبو په سیالۍ کې ګډون وکړي.
دغه پلاوی د دوشنبې په ورځ د بنګلدیش مرکز ډاکې ښار ته ورسید.
د ګلف د اماتورې لوبې د پینځه ویشتم دور په سیالیو کې د افغانستان سربیره، پاکستان، سریلانکا، مالدیف، بوتان، هند او کوربه هیواد بنګلدیش ګلف بازان ګډون لري.
د یادولو وړ ده چې افغان ګلف بازانو دوه کاله دمخه هم په دغو سیالیو کې ګډون کړی وو خو هیواد ته په تشو لاسونو را ستانه شوي ول.