میرویس جلالزی
په ننګرهار ولایت کې به د شپږو ملیونو امریکايي ډالرو په ارزښت د کرکیټ یو میدان جوړ شي.
د دغه میدان د جوړولو چارې پرون د مالیې وزیر عمر زاخیلوال له لوري رسماً پیل شوې.
د زاخیلوال پر وینا چې دری ملیونه ډالر به د آسیا پراختیایې بانک او دری ملیونه نور به د ننګرهار ولایتي بیارغاونې ډلي له لوري ورکول کیږي.
دغه میدان به په ۵۰ جریبه ځمکه کې د غاز امان الله خان په ښارګوټي کې جوړ شي.