دخپریدو نیټه : 2010-03-16 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
ولې سوله وکړم؟
ډاکټر فیض الله ثاقب
ډیره حیرانوونکې خبره ده.
سوله، سوله، سوله .............. او بیا سوله.
نه پوهېږم زه لېونی یم که دا خلک لېونی شوی.
سوله کې زما څه ګټه ده؟
زما خو ګټه په جګړه کې ده.
د لسګونو ماڼیو څښتن شوم.
په ګېډه داسې موړ شوم چې لمسیان، کړوسیان او کودیان به مې هم وږی نشی.
بهرنی بانکونه زما له ډالرو ډک شول.
د هېواد د ننه او بهر مې ښه سوداګری روانه ده.
ټولې نړۍ وپېژندم.
خلک مې ښه درناوی کوی.
سر په دنیا مې بچې په جنت کې اوسی.
د ژوند هره اسانتیا ورته شتون لری.
شراب، کباب او شباب ټول.
د جګړې تاوان خو نورو خلکو ته رسېږی.
کورونه د نورو ورانېږی.
وژل کېږی نور خلک.
ښځۍ د نورو کونډېږی.
ماشومان د نورو یتیمان کېږی.
تورسرې د نورو بې پته کېږی.
سپکاوی د نورو د کوډلو کېږی.
زما ېې په نورو څه؟
که جګړه مې و ګټله خو بس پاچا یم.
هر څه چې مې خوښه وی هغه به کوم.
هېڅوک مې مخه نشی نیولی.
او که جګړه مې بایلوده.
بیا هم هېڅ خبره نده.
پاسپورت مې تیار ده.
بهرنیو هېوادو ته به لاړ شم.
لا وختی هلته څو کورونه لرم.
د جګړې تاوان به بیا هم همدا ولس پرېکوی.
زه خو په هر حالت کې په ګټه کې یم.
نو بیا ولې سوله وکړم ؟
ولې سوله وکړم ؟
ولې؟ ولې؟ ولې؟
په درنښت: