دانټرنیټ اکسپلورر بروسر په ذریعه د Blogger.com ویب سایټ راخلاص او د Create a Blog تڼۍ تري کښېکاږئ ترڅو دنوي ویب لاګ جوړلوپروسه پيل سي
دوهم ګام :
دګوګل يو اکونټ جوړ کړئ
که تاسو دګوګل اکونټ نه لرئ، باید لومړی یو اکونټ جوړ کړئ او ورسته دغه فورمه (انځور ۲) داړینو مالوماتو له مخي ډکه کړئ .
دې فورمه کي غوښتل سوي مالومات په دې ډول دي :
Email Address: - دې خونه کي باید مخکي جوړ سوی یو اکونټ ټایپ کړئ .
Retype Email Address :- هغه ایمیل ادرس چي د Email Address په خونه کي مو ټایپ کړی وي هغه باید دې خونه کي هم ټایپ کړئ .
Enter a password: - دې خونه کي دایمیل اړوند پسورډ ټایپ کړئ.
Type password again :- ورکړل سوی پسورډ دوهم ځلي بیا دې
خونه کي ټایپ کړئ .
Display Name: - دلته یو نوم ټایپ کړئ.
Email Notification: - که غواړئ چي د دویب لاګ جوړوني دویب سایټ
په هکله تبلیغاتي خبرتیا وي ، مالومات او داسي نور ... خپل دایمیل په
ذریعه لاس ته راوړئ ، دغه خوښ بکس انتخاب کړئ .
Birthday: - دې خونه کي خپل زوکړي نېټه ټایپ کړئ.
بېلګه : 01/01/1984
Word Verification: - دلته لاندي درکړل سوي انځور کي توري (یاهم کلیمه) ټایپ کړئ.
کله چي فورمه ډګه سوه ، له لاندي برخي څخه د I accept the Terms of Service خوښ بکس انتخاب او د Continue تڼۍ ته د موږک په ذریعه فشار ورکړئ .
دې برخه کي (انځور ۳) خپل ویبلاګ لپاره یو نوم انتخابوئ ، داسي نوم چي مخکي کارول سوی نه وي .
دې کړکۍ کي دغه درې کارونه باید سرته ورسوئ .
۱:- د
Blog Title په خونه کي دویب لاګ لپاره یو نوم ټایپ کړئ ، البته کله چي ویب لاګ په کوم بروسر کي خلاصوئ دانوم به دهغې په تایټل بار کي ښکاره کيږي .
۲:- د
Blog Address (URL) په خونه کي خپل دویب لاګ لپاره باید یونوم ټایپ کړئ ، البته داسي نوم چي مخکي دکوم کس لخوا نه وي کارول سوي .
۳:- د
Continue تڼۍ کښېکاږئ .
یادونه :
blog address د ډومین نوم په نامه هم یادیږي .
څلرم ګام :-
دې ګام کي خپل دویب لاګ لپاره یوه څېره (ټیمپلیټ ) انتخابوئ ، دسکرول بار په ذریعه صفحه کښته او پورته کړئ او دخپل دخوښي وړ ټیمپلیټ تري انتخاب او د
Continue تڼۍ کښېکاږئ
پنځم ګام :-
مبارک مو سه!
ستاسو ویبلاګ جوړسو ، اوس کولای سئ چي خپلي لیکني او تغیرات پکي راولئ