سرچینه: نیویارک ټایمز ورځپانه
رپوټ: دیکسترفیلکنس او پیر زوبیر شاه
نیویارک ټایمز امریکایۍ ورځپاڼي د طالبانو د دوهم نمبر قوماندان ملا عبدالغني برادر تر نیول کیدو وروسته د هغه د ځای ناستي د ټاکل کیدو په اړه یو مطلب خپور کړی چې ځیني برخې یې تاسو ته وړاندي کیږي.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼه له افغان او پاکستانی عالي رتبه مقاماتو څخه په لیکه کاږي، وروسته تر هغه چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو یو مقتدر او پیژندل شوی قوماندان ملا برادر اخند ونیول شو دا دی اوس د طالبانو قیادي شورا د ملابرادر پر ځای یو نوی قوماندان، ځوان خو ښه جنګیالی په دندې ګمارلی تر څو پرې خپل فعالیتونه په ښه توګه پر مخ بوزي.
دغه قوماندان ملا عبدالقیوم ذاکر نومیږي.
نیویارک ټایمز لیکي چې ملا عبدالقیوم ذاکر چې ښایې عمر یې د دیرشو کلونو شاوخوا وي که څه هم ښه جنګي عسکر دی خو سیاسي مهارتونه یې ډیر محدود دي.
نیویارک ټایمز د ناټو له یوه عالي رتبه مقام څخه لیکي چې ملا ذاکر د تیر کال تر پایه پوري د افغانستان به جنوب کې د طالبانو قومانده پر غاړه لرله خو د روان کال په سر کې له دې ویرې چې ښایې وبه وژل شي د طالبانو شاتني مرکز یعني پاکستان ته ور وغوښتل شو.
ورځپاڼه لیکي چې ملا برادر ښایې تر یوې لسیزې ډیر له طالبانو سره سابقه ولري او نوموړی د طالبانو د کوټې د شورا غړي توب هم درلود هغه شورا چې د ورځپاڼي په لیکنه ډیر صلاحیتونه او عالي اختیارات لري.
امریکايي چارواکي باور لري چې طالبان لا هم په افغانستان کې د خپل رول په اړه پوره ډاډه دي او د ملاذاکر تقرر هم دا ښې چې په نږدې راتلونکي کې د طالبانو په مفکوره کې د سولې لپاره کوم ځای نه لیدل کیږي.
نیویارک ټایمز لیکي چې طالبان لا هم په دې ډاډمن دي چې دوی به بریالي کیږي او بهرنیان به له پښو غورځوي.
د وحید مژده په نامه یوه ا فغان تحلیلګر چې د طالبانو په رژیم کې یې د بهرنیو چارو په وزارت کې دنده لرله نیویارک تایمز ته ویلي چې د پاکستاني دولت له لوري د ملابرادر د نیول کیدو به اړه د طالبانو مشران ډیر په غصه دي او د تحریک مشر ملاعمر هم د ملابرادر د ځای ناستي د ټاکلو پر وخت د کوټې شورا له نوروعالي رتبه غړو سره هیڅ زار مشوره نده کړي.
وحیده مژده وایې چې د کوټې شورا د غونډو د جوړولو په اړه په روانو حالاتو کې ډیره اندیښنه لري او هر چارواکۍ د خطر احساس کوي.
نیویارک ټایمز ته یوه غربي دیپلومات چې په پاکستان کې دنده لري ویلي چې د ملابرادر تر نیول کیدو وروسته مولوي کبیر چې په خپله هم د کوټې د شورا غړي توب لري سره له دوو نورو طالب قوماندانانو یو ځای ونیول شو خو مولوي کبیر دنامعلومو دلایلو له مخې بیرته آزاد شوی دی.
پاکستان د اغاجان معتصم په نامه یو بل طالب قوماندان هم نیولی چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د مالیې وزیر وو.
نیویارک ټایمز ته پاکستاني چارواکو ویلي چې معتصم د ملاعمر زوم دی او د ملابرادر تر نیول کیدو وروسته د ملابرادر د اطلاعاتو پر استناد نیول شوی دی.
نیویارک ټایمز له وحیده مژده څخه په نکل لیکي چې وایې کله چې زه اوس له طالبانو سره خبري کوم هغوي له خپلو ځایونه بي ځایه شوي دي.
نیویارک ټایمز لیکي چې ملاذاکر چې اوس د ملا برادر ځای ناستی ټاکل شوی په ۲۰۰۱ کال کې د امریکایي ځواکونو له لوري ونیول شو او د ګوانتانامو په زندان کې بندي وو خو په ۲۰۰۷ کال کې له زندان څخه آزاد شو.
ورځپاڼه د مطلب په پای کې امریکایانو ته د ملاذاکر د هغو خبرو یوه برخه راخلي چې په ګوانتانامو کې یې کړي وي.
(( زه غواړم بیرته خپل کور ته لاړ شم، له خپلې کورنۍ سره یو ځای شم او په خپلو ځمکو کې کار وکړم تر څو خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ برابره کړ)).