مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-03-30   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

هيله

نقيب احمد قريشي

ادبي ټوټه
زه ستا ميني ته چي ته يې زما سره لرې ډير قدر لرم اوتل يې د زړه په ستركو حركلى كوم خو نن درنه صرف دوې هيلي كوم هو ډير ساده يې درته وايم

ښه لومړى دا چي ته به نور زما لپاره هيڅ نه ژاړې ځكه چي زه ستا زرينو اوښكو ته  كله درسم نو زما پر زړه راولويږي زړه مي درد وكړي وسوځيږي

او ورباندي ميده ميده تڼاكي راوخيژي او وروسته بيا ستا د سترګو سورواله نه سم زغملاى
او بله دا هيله درڅخه په ډيره مينه كوم چي ته به نور ماته نه وايې چي قربان دي سم
زه پوهيږم چي ته دا خبره زما د پايښـت او خپل د مرګ لپاره كوې
نو لكه څنكه چي ته زما په نه شتون كي ځان يوازي ګڼې همداسي ما هم در واخله او هسي نه چي هغه ستاسو پر چم ملائكي امين ورباندي ووايي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery