میرویس جلالزی
په داسي حال کې چې جنوبي افریقا د ۲۰۱۰ کال د فوټبال د نړیوال جام د سیالیو د کوربتوب ویاړ لري، رپوټونه کاږي چې دمګړۍ دغو نړیوالو سیالیو ته د کوربه هیواد ترتیبات په بشپړیدو دي او په زرګونو تنه رضا کاران را ټول شوي چې د خپلو میلمنو میلمه پالنه وکړي.
ویل کیږي چې شاوخوا ۲۰۰۰ رضا کاران د جوهانزبرګ ښار په یوه صالون کې د مراسمو پر مهال د نظم او خدمت د زده کولو لپاره په یوه دری ورځنۍ دوره کې را ټول شوي دي.
د ۲۰۱۰ کال د فوټبال د ورډ کپ رسمي سپانسر د ام ټې ان مخابراتي شرکت دی.
وړاندوینه شوي چې شاوخوا ۴ لکه کسان به د نړۍ له بیلا بیلو برخو د دغو سیالیو نندارۍ ته راشي او په ملیاردونو انسانان به د خپلو تلویزیونونو په پردو د دغو په زړه پورې لوبو ننداره وکړي.
ویل کیږي چې دغه سیالۍ به د جون د ۱۱مې نیټې په شپه پیل شي.
ویل کیږي چې هر رضا کار ته به د ورځي ۱۴ ډالره د مصارفو لپاره ورکول کیږي او بهرني دری زره رضا کا ران به دخپلو هیوادونو له لوري تمویلیږي.