مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-04-04   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

AP: د کرزي غربي ضدوینا او د افغانانو غبرګون

سرچینه: د اسوشیتت پرس آژانس

ژباړه او ترتیب : میرویس جلالزی

 

د اسوشیتت پرس آژانس په خپله ننۍ ګنه کې د غرب په اړه د حامد کرزي وروستۍ وینا ته یوه لنده کتنه کړي او په باب یې د یو شمیر افغانانو نظرونه را اخیستي دي.

 

ورځپاڼه لیکي چې افغان ولسمشر حامد کرزي تیره اونۍ په خپلو نړیوالو متحدینو تور ولګاوه چې د سپټمبر میاشتې په انتخاباتو کې یې د درغلیو ملاتړ  کاوه او د هغه د دولت ځیني کارکونکي او به خاصه توګه یې د انتخاباتو د کمیسیون کلیدي چارواکی به مرګ ګواښل.

که څه هم د کرزي دغه وینا ډیره تنده وه خو هغه په افغان پارلمان هم نیوکه وکړه چې د غربیانو له لوري تر فشار لاندي دی او د غربیانو په اشاره پریکړي کوي.

اسوشیتت پرس د افغانستان د ولسې جرګې د ریس یونس قانوني هغه وینا را اخلي چې وایې.

(( پآرلمان د افغانستان د استازو کور دی، دغه استازي خلکو ټاکلي دي، دا امکان نلري چې مونږ دخارجیانو ومنو او هغوي په مونږ فشار راولي)).

د ولسې جرګې یوه بل غړي محمد رحمان اغلي بیا ویلې:

(( دا یوه غیر مسولانه وینا وه چې حامد کرزي وکړه، حامد کرزی نشي کولای چې له پارلمان او سیاسي مخالفینو پرته د ترهګرۍ، فساد، مخدره موادو او داسي نورو مسایلو سره مبارزه وکړي)).

 

یو بل وکیل  داود سلطان زوی بیا اسوشیتت پرس ته داسي وویل:

(( زه له دې ډاریږي چې د کرزي دغه خبري به په دایمې توګه د حکومت او واشنګټن اړیکې سره پرې کړي دا فرق نه کوی چې کرزي په دغو خبرو کې په واضح ډول له امریکا یادونه نده کړي)).

 

د ملګرو ملتونو یوه انتخاباتي څارګر چې تیرې ولسمشرۍ ټاکني یې څارلي وې اسوشیتت پرس ته ویلي:

(( دی باور نه کوي چې داسي تظمین دي وجود ولري چې په راتلونکوانتخاباتو کې دي درغلي نه کیږي)).

په ورته وخت کې د بینوا ویب پاڼي همکارانو په کابل کې هم د یو شمیر عادې خلکو نظرونه پوښتلې چې ډیری دغو پوښتل شویو کسانو د کرزي د دریځ ملاتړ کړی او د بهرنیانو په اړه یې د هغه د تندو څرګندونو هرکلی ویلی.

دغه ولسي افغانان وایې چې افغان دولت باید نړیوالو متحدینو ته دا وښیې چې خپل وقار او حیثیت ته ډیر درناوی ورکوي او د ساتلو لپاره یې هر راز قربانیو ته چمتو دي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery