سرچينه :فارس خبري اژانس
د المان نوموتې اونيزه اشپيګل پخپله وروستۍ ګڼه کې وايي هېواد يې په افغانستان کې د ناټو مرسته او ملګرتياکې پاتې راغلی او ښکاره بېلګې يې هم په سوېلي ولايت کندهار کې د يوولسو الماني سرتېرو تازه مرګ،ژوبله ده.
دا اونيزه دعوه کوي چې المان نور نه شي کولای په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې مرسته وکړي،د اونيزې په اند په افغانستان کې يې د هېواد د پوځي شتون دوام تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته تر ټولو لويه شپږمه تېروتنه ده.
د اشپيګل د ليکنې له مخې که څه هم په افغانستان کې د ښوونځيو او لارو جوړيدل تر پخوا ډېر شوي خو بياهم د وسله والو طالبانو اغېزکم شوی نه دی او له همدې امله امنيتي وضعيت پوره ښه والی نه لري.