سرچینه: نیویارک ټایمز
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
افغانستان څنګه له کرزي وساتو؟
په تیره فبرورۍ میاشت کې طالبان له مارجې ولسوالۍ څخه وایستل شول وروسته بارک اوبهاما افغانستان ته راغی او هغو سرتیرو ته یې مبارکي وویله چې په دغوعملیاتو کې یې برخه اخیستي وه .
خو د نیویارک ټایمز په لیکنه چې آیا بارک اوبهاما په افغانستان کې یو داسي متحد رهبر لري چې پرې حساب وکړي او ایا حامد کرزی د دغو هڅو یوه برخه ده ؟!
نیویارک ټایمز لیکي چې د افغانستان لپاره د امریکې سفیر جنرال کارل ایکن بیري تیر کال واشنګټن ته د خبرو پر مهال وویل چې کرزی یو سم ستراتیژیک ملګری ندی.
نیویارک ټایمز لیکي چې کله مارجه د طالبانو څخه ونیول شوه نو د امریکا د پالیسۍ له مخې باید لومړی یوه سیمه له طالبانو پاکه شي، بیا افغان ځواکونه پکې مستقر شي او په دریم پړاو کې دغلته یوه صالمه حکومتي اداره رامنځ ته شي.
نیویارک ټایمز لیکي په داسي حال کې چې د مارجې په عملیاتو کې لاس ته راوړني په روانه جګړه کې د امریکا لپاره یوه لویه لاس ته راوړنه بلل کیږي خو د کرزي ستونزه اوس هم امریکایانو ته په مخ کې پرته او هغه په افغانستان کې د امریکا پلان له خطر سره مخامخ کولای شي.
ورځپاڼه لیکي چې د امریکا لپاره په افغانستان کې یوه لویه ستونزه دا ده چې یو ښه حکومت جوړ کړي په داسي حال کې چې کرزی په واک مین دی او نوموړی غواړي چې دولایتونو مالي سرچینې او د پولیسو مشران په خپل لاس کې ولري.
د نیویارک ټایمز په لیکنه چې امریکا باید په افغانستان کې په دوو ټکو اتکا وکړي.
لومړی دا چې حامد کرزی باید د یوه سموبلیک ولسمشر په توګه وګواښل شي او دوه دا چې هغه ته وویل شي چې که چیرته خپلي خبری سمي نکړي نو پرې به نړیوالي مرستي ودرول شي.
نیویارک ټایمز لیکي چې ولسمشر رونالد ریګن د فلیپين له ورته ولسمشر فردناند مارکوس سره ورته رویه وکړه.
هغه نوموړي ته ګواښ وکړ چې که چیرته حکومتي ځواکونه مانیلا ته نږدې په دښمن ځواکونو حمله وکړي نو دا به له امریکا سره د هغه اړیکې دیري خرابي کړي.
ریګن خپل دغه فلیپیني متحد ولسمشر ته ویلي وو چې د ده له امر څخه به نافرماني د ده له حکومت سره د امریکا مرستې په ټپه ودروي.
د نیویارک ټایمز په خبره چې ښاغلي مارکو د ریګن خبره و نه منله او امریکایانو هغه د یو ډول فشار په پایله کې له هیواد څخه تبعید ته اړ کړ.
نیویارک ټایمز لیکي چې امریکایان په افغانانو دیموکراسي نشي تپلای ځکه چې د افغانستان تیرو ولسمشریزو انتخاباتو کې معلومه شوه چې یو کس د رایو په یوازني ډول سره په ډیره شرماوره توګه ولسمشرۍ ته ورسید .
نیویارک ټایمز د مطلب په پای کې لیکي چې له حامد کرزي سره هم باید په فلیپین کې د هغه وخت له ولسمشر سره د شوي سلوک په څير عمل وشي.
ورځپاڼه لیکي چې نامنظم کرزی او د هغه فاسد حکومت پر ځای باید داسي یوه پوځي افغانه واکمني رامنځ ته شي چې د امریکا کلک مالي ملاتړ ورسره وي او دغه افغانه پوځي واکمني دا ثابته کړي چې نور طالبان نشي راتلای.
نیویارک ټایمز لیکي چې په افغانستان کې باید واکمني د پاکستان په څیر وي چې ډیري واګي د پوځ په لاس کې وي داسي یو اردو چې هیواد ولري نه داسي یو هیواد چې اردو ولري.
نیویارک ټایمز دا هم لیکي چې تر یوه داسي دیموکراتیک هیواد څخه چې د کرزي په څير سست رهبر ولري دا بهتره ده چې یو داسي حکومت رامنځ ته شي چې د امریکایانو ګټې خوندي کړي او د خپل هیواد ساتنه په خپله وکړي.