زموږ د کلي خلک د ریښتینې سولې او امن په معنی ښه پوهیږي ځکه دوی د ټوپکمارو له لاسه ډیرې ناخوالې او ترخې ورځې لیدلې ، ډیرې د اوښکو ډکې شپې یې صبا کړې ، د خان د ټوپکمارو له ویرې د کلي ډیر کلیوال اوس هم غرونو ته تښتیدلي او هلته د ډار او ویرې شپې صبا کوي ، ډیرو کلیوالو خپل وژل شوي دوستان په خپلو لاسو خاورو ته سپارلي ، د یتیمانو آه او فریاد ژړولي ، اولادونه یې په وږه ګیډه او لوڅ تن د د پلار په غیاب کې د بد مرغۍ شپې تیروي ، ډیرو کلیوالو د بغاوت په تور د زندان ترخې شپې تیرې کړې او لاډیر په زندانونو کې پراته دي ، هو همدا خلک د سولې په اصلي خوند او معنی پوهیږي ، دا خلک ریښتنې سولې او امن ته لیواله دي ،تل یې د راتلو انتظار باسي، اوریښتنې سوله غواړي، ترڅو لږ د ډاډ او آرامۍ ژوند وکړي ،مال ، بچیان اونور کلیوال یې هوسا ژوند ولري ، د خپلو ماشومانو په شونډو موسکا وویني ، او د خپلو دوستانو په کور کې د غم په ځای د خوښۍ په ټغر کښیني ، تر لالهانده او اوږدو بې خوبیو وروسته لږ په آرامه خوب ویده شي، دا خلک غواړي چې خان صاحب یې له زامنو سره ریښتنې سوله وکړي، ددوی شته او مال بیرته ورکړي، په کلي کې خپلواک ژوند ولري ، د خبرو کولو د آزاد ژوند کولو حق ورکړل شي ، خو د کلي بډای او اشغالګر خان چې تل یې د کلیوالو وینې زبیښلۍ ، خپل زوی ته نښه زما د کلیوال د زوی په وشتلو ور زده کوي، خپله هر څه لري خو د بل چا هيڅ نه مني ، زور او پیسو د لیونتوب مرحلې ته رسولی ، هغه بیا بل ډول سوله غواړي، هغه داسې سوله غواړي چې ټول تښتیدلي به لومړی دده لاسونه ښکل کوي ، ترخپلو ټولو ځمکو ،مالونو ، لوڼو او خویندو .. هر څه به خان او د هغه کسانو ته تیریږي ، دوی او نور کلیوال به دده له اجازې پرته د خبرو کولو حق نه لري، د کلي ټول واک به دده په لاس کې وي، د حق او باطل خبره به د ده له خولې اوریدل کیږي ، دده په خوښۍ به ټول خوښ او په خفګان به یې ټول خلک خفه وي، دده سړي ته به څوک د نه ځواب نه وایې، اولسي دندې به هغه خلکو ته سپاري، چاته چې هغه ته غل وايې ، هغه به غل او چاته چې ښه سړی وایې هغه به ښه سړی وي ، ښه ښځه ،ښه آس، ښه خواړه ، ښې جامي او ښه کور باید همدی ولري، که څوک په خپل سر د نورو کلیوالو سره کومه معامله وکړي ، خپل حق وغواړي، د بل کلیوال ننګه وکړي ، د خان له غوښتنې سروغړوي ... هغه هم په کلي باغی او سرکښ کڼل کیږ ي ،که ټول کلیوال راټول او له خانه د یوه کار غوښتنه وکړي، او یاهم د کلي د خوښۍ په موخه څه کول وغواړي، هغه یې د ځان په خلاف دسیسه کڼي او د بغاوت د تور له لګولو سره د باغیانو په ټکونه لاس پورې کوي ، ځینې کلیوالو بیا خان صاحب ته د خپلې ګټې لپاره غوړه مالي کوي ، د خان صاحب هرې خبرې ته د هوکې سر ښوروي ، د هغه هر امر ته لاس په سینه ولاړ وي ، د یوې ګیډې غوړې ډوډۍ لپاره خپل ورور هم خان صاحب ته د تورن په نوم ورپه ګوته کوي ، او د تربرو په وړاندې یې ډبوي، د خان د خوښۍ لپاره خپل او پردی نه پیژني ، که چیرې یې خان په مزدورانو سر کاریګر مقرر کړي ، بیا خو ځان جنرال ورته ښکاري، د خان په غیابت کې په کلیوالو د خانۍ چمونه زده کوي ، دا کسان د سولې او امن په ریښتینې معنی پوهیږي، خو د ګټلي واک د لاسه وتو له ویرې د واکمن د سولې خبره زمزمه کوي، نه د خپلو خلکو او تربرو غم ورسره شته ،او نه هم د خپل کلي د بربادۍ پروالري ، د خپلو کلیوالو ژړا او ویر یو معمولي کار ګنې ، دا خلک پوهیږي چې که د خان ملاتړ له لاسه ورکړي، نو د کلیوا لو د سخت غچ سره به مخ شي ، او تر پیړیو به یې اولادونو ته خلک د ګوډاګي خطاب کوي ، نو د خان هره سپکه سپوره مني خو د هغه ملاتړ له لاسه نه ورکوي ،
خان هم پوهیژي که کلیوالو ته واک ورکړي، او یا هم هغوی خپلې مخې ته پریږدي ، ډیر زر به یې نیولې ځمکې ، ټولې کړې پیسې او ګټلې دبد به له لاسه ورکړي ، کیدای شي خلک یې له کلي وباسي ، نو خان او غوړه مالان یې هیڅکله هم ریښتینې سوله نه غواړي ، که له کلي تښتیدلي سوله کول غواړي نو خان ته دې په ګوڼدو او هغه ته دې د ذلت سر په ځمکه ولګوي ، که نه تل تر تله به هغه یاغي او د سولې په خلاف او خان باید په خلکو حکومت وکړي .