سرچینه: رویټرز
میرویس جلالزی
د افغانستان جمهور ریس له خپل نږدې متحد واشنګټن سره د وروستیو لفظي شخړو د پټولو او په عام محضر کي له امریکا سره دخپلي ملګرتیا د بیا ثابتولو لپاره یو کوچنی، خو ټولو ته څرګند ګام پورته کړ.
رویټرز لیکي چي کرزي په خپل دغه کوچني حرکت سره داسي وښوول چي دی غواړي له امریکا سره په روښانه ډول خپلي ملګرتیا ته دوام ورکړي.
حامد کرزي د کابل د عسکري کلوپ په دننه کي، د خپل کار ځای د سړک پر سر چیري چي اوس د ناټو ځواکونو عمومي قومانداني ستون لري، په افغانستان کي د ناټو له قوماندان جنرال ستنلي مک کریستال او د ناټو له یو شمړر نورو قوماندانانو سره وکتل.
رویټرز لیکي چي جنرال کرستال د حامد کرزي تود هرکلی وکړ او د ناټو د افسرانو په غونډه کي یې له هغوی سره خپلي نظریې شيریکي کړې.
له خبرو اترو وروسته خبریالان د غرمې د ډوډۍ د خوړلو پر مهال د کرزي او د ناټو د یوې ډلي قوماندانانو خوړن ځای ته ور وبلل سول چي انځورونه واخلي.
رویټرز لیکي چي د کرزي دفتر د ناټو له قوماندانۍ څخه د کرزي د لیدو کتو پر مهال یو بیان هم خپور کړ چي په ترځ کي یې د هغه لیک په اړه ویل سوي ول چي اوباما کرزي ته استولی وو.
په لیک کي راغلي چي اوباما کابل ته د راتګ پر وخت د حامد کرزي له مډلمه پالني مننه وکړه او له کرزي سره یې واشنګټن ته د هغه د سفر پلان دقیق کړ.
احتمال ورکړ سوی چي دغه سفر به د مې میاشتي په دولسمه نېټه صورت ومومي.
د کرزي له دفتر څخه په خپره سوې بیانیه کي راغلي چي د امریکا ولسمشر په دغه لیک کي ویلي چي هیواد به یې د افغانستان یو ستراتيژیک شریک باڼی پاته سي او دواړه ملکونه به د ګډو اهدافو لپاره په ګده خپل کار ته دوام ورکړي.
رویټرز لیکي چي د اوباما دغه خوځښت وروسته تر هغه صورت مومي چي څو ورځي دمخه د کابل او واشنګټن تر منځ د تندو خبرو تر ادلون بدلون وروسته امریکا هڅه وکړه چي له کرزي سره پر خپلو سته اختلافاتو پرده واچوي .
رویټرز د امریکا د ملي امنیت له سلاکار جیمز جونز څخه په حواله کاږي چي د کرزي خبري امریکايي چارواکوپه دقت څارلي خو دا خبري د امریکا او کابل اړیکي نسي خرابولای .
رویټرز آژانس وړاندي لیکي چي افغان ولسمشر دوه اونۍ دمخه پر غرب او امریکا په خپلو ولسمشریزو انتخاباتو کي د جعل کارۍ او درغلۍ تورونه ولګول خو سپیني ماڼۍ بیا څه نا څه نرم دریځ وښود او د کرزي دغه خبري یې د خندا وړ وبللې.
په تېرو لسو ورځو کي کرزي یوه بله خبره هم وکړه، او هغه دا وه چي د اشغال او همکارۍ تر منځ یوه کرښه ده او افغانان نه غواړي چي حکومت یي ګوډاګی وي.
رویټرز لیکي چي د کرزي او غربیانو تر منځ په داسي حال کي لفظي مشاجرې( تا کړي او ما کړي) زور اخلي چي د امریکا په مشرۍ ناټو ځواکونه پلان لري د هغه په پلرني ټاټوبي او د طالبانو په پخواني اصلي مرکز یعني کندهار کي پراخ عملیات پیل کړي.
رویټرز لیکي چي د بغاوت په وړاندي د جنرال کرستال په ستراتیژۍ کي داسي راغلي چي د کرزي حکومت به په عملیاتونو کي مخکښ رول ولري تر څو د هغه د حکومت او اساسي قانون درناوی اوځواک په عام محضر کي څرګند سي.
د مک کرستال په ستراتیژۍ کي پر کرزي دا فشار هم اچول کیږي چي پر خپل ورو یعني د کندهار پر بزنیسمن احمد ولي کرزي باندي فشار زیات کړي.
رویټرز لیکي چي د کرزي غرب خلافي خبري ښایي په امریکا او نورو غربي ملکونو کي کوم چي په افغانستان کي عسکر لري د افغان ماموریت ملاتړ د ولسي خلکو تر منځ را کم کړي، هغه هیوادونه چي په افغانستان کي ۱۳۰ زره سرتیري لري.
د جنرال کرستال یوه ویاند ډګرمن تدشولتیز ویلي چي کله کرزی د ایساف قوماندانۍ ته ورغی د ایساف ګڼ ملتیز ځواک یو شمېر قوماندانانو هغه ته ویناوي وکړې او د کرزي له خبرو معلومه سوه چي نوموړی د جګړې د ډګر لوړ مهارت او د مشرۍ لوړ ځواک لري.
ویاند وویل چي د ناټو له قوماندانۍ څخه د کرزي د لیدو کتو موخه دا نه وه چي په تېرو دوو اونیو کي د کابل او غرب تر منځ د ترینګلتیا رامنځ ته سوې تته فضا ليري کړي بلکي هدف دا وو چي په ګډ ماموریت کي د یو بل پر ظرفیتونو او نیمګړتیاوو خبري وسي او چاره یې ولټول سي.
رویټرز لیکي چي کرزي د اوباما د واکمنۍ له هغي لومړۍ ورځي له امریکا سره سړې اړیکي لرلي.
او دا اړیکي هغه مهال ډیري سړې سوې چي د ولسمشریزو انتخاباتو پر مهال د حامد کرزي دوه پر درېیمه برخه رایي د تقلب په سبب د ملګرو ملتونو له لوري باطلي اعلام سوې.
رویټرز لیکي چي کابل ته د اوباما وروستی سفر هم په داسي حال کي چي توري وریځي پرې خپرې وې تر سره سو او دا چي اوبهاما د کرزي تر څنګ یو شمېر پوښتنو ته ځوابونه و نه ویل دغه کار د افغانانو تر منځ هغو ګنګوسو ته د حقیقت جامه ورکړه چي د کابل او واشنګټن تر منڅ خوابدون ستون لري.