د انگلستان د فوتبال ليگ په لومړي کتار کې د مانچستر يونايتيد او بلکبرن لوبه بې له کومه گوله د يکشنبې په ورځ پاى ته ورسيده .
په دې لوبه کې د مانچستر وتلى لوبغاړى وېين روني نه و او د هغه نشتوالي د سيالۍ په ترڅ کې ښه جوت و .
مانچستر يونايتيد چانسونه ولرل خو د گول کولو ورسره څوک نه و .
له دې مساوي کړې لوبې سره اوس مانچستر يونايتيد وروسته له ٣٤ لوبو ٧٣ امتيازونه لري .
ټول ټال ٣٨ لوبې دي
چلسي له ٣٣ لوبو وروسته ٧٤ او ارسنل هم له ٣٣ لوبو وروسته ٧١ منډې لري .
چلسي د سې شنبه په ورځ له بولټن سره لوبه کوي که چيرې يې هغه وگټله نو تر مانچستر يونايتيد به څلور امتيازه وړاندې شي .
دغه راز ارسنل د چارشنبه په ورځ له تاتنهم سره سيالي لري که چيرې په هغې کې برلاسى شو نو ارسنل به هم له مانچستر يونايتيد څخه يو پواينت وړاندې وي .