عبدالغفار پوپل
په کابل کې د ځوانانو د بوکس د لوبډلې د غوره کولو لپاره سیالۍ رواني دي.
د بوکس د فدریشن ریس داد محمد اختري وایې چې په دغو سیالیو کې د ۴۴ کلپونو ۱۲۱ بوکسران ګډون لري چې په اونۍ کې دري ځله د ملي المپیک کمیټې په مقر کې تر سره کیږي.
د ښاغلي اخترې د وینا له مخې چې د دغو سیالیو غوره لوبغاړي به د بوکسینګ د ځوانانو ملې لوبډلې ته غوره شي.