مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-04-18   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

Guardian: کندهار کې د ناټو له عملیاتو دمخه لانجه

سرچینه: ګارډین

لیکوال: جان بون

ژباړه: میرویس جلالزی

د ګارډین ورځپاڼې تر دې عنوان لاندي چې په کندهار کې د ناټو تر پسرلنیو عملیاتو دمخه تشنج زور اخیستی یوه مقاله خپره کړي ده .

ګارډین د کندهار ښآر د یوه اوسیدونکي رحیم الله خان هغه قول را اخیستی چې وایې.

(( زه په خپل کور کې له خپلو ماشومانو سره د بیګاه په ډوډۍ ناست وم چې ناڅآپه دلاسي بمونو د چاودنو غږونه واوریدل شول، وروسته پراګنده سپکې ډزي وشوي او ورپسې څو درنې  چاودنې)).

ګارډین لیکي چې دغه چاودنې د لویس برجز امریکایې کمپنۍ د یوې څانګې مختي ته چې د کندهار په ښار کې موقیعت لري وشوې، په دغو چاودنو کې ۲۶ کسان ژوبل شول چې لس یې بهرنیان ول او دری کسان هم ووژل شول چې  ټول افغانان ول.

د پنجشنبې په ورځ بیا چې د اونۍ د پاې ورځ ورځ وه د ورځي په سهار د نور جهان هوټل مخې ته چاودنه وشوه چې اته کسان یې ژوبل کړل.

ګارډین لیکي چې  په دغه اونۍ کې په سلګونو تنه د کندهار ښاریان د نوموړي ولایت مرکز ته را ووتل او د مړه دې وي امریکا چیغي یې ووهلي.

دغه مظاهرې وروسته تر هغه وشوې چې د ناټو سرتیرو په یوه مسافر وړونکي بس موټر حمله  وکړه او پینځه بي ګناه افغانان یې ووژل .

ګارډین لیکي چې د ګرمۍ د موسم له ډیریدو سره به د کندهار په  کچه د ملکي تلفاتو شمیره هم لوړه شي.

ورځپاڼه لیکي چې په جون او جولاۍ میاشتو کې به دغلته پراخ عملیات د ناټو له خوا په لاره واچول شي تر څو طالبان له دغو سیمو په کامله توګه وشړل شي.

ډیری کندهاریان په دې باور دي چې د ناټو پوځی جګړه به د طالبانو پر وړاندي غښتلي وي خو د حاجي محمد احسان په نامه یو تن چې د کندهار د  ولایتي شورا غړي توب لري په دې باور دی چې پوځی عملیات به هیڅ کله هم لانجه هواره نکړي تر هغه چې بنیادي ستونزې لکه فساد له مینځه نه وي وړل شوی.

یوه بل قومي مشر ګارډین ته په دې شرط چې نوم یې نه دی اخیستل شوی ویلي چې اصلي ستونزه سیاسي ده .

نوموړي ویلي چې په کندهار کې ډیری سیاسي واک د څو قومونو سره دی او یو شمیر نور قومونه له ټولو فعالیتونو ایستل شوي او هغوي ته د جنایت کارانو خطاب کیږي.

دغه قومي مشر وایې چې ډیری دندې له دغو محدودو قومونو سره دي، پروژې له هغوي سره دي او هر څه له هغوي سره دي.

ډیر شمیر قندهاریان بیا د ولایتي شورا په مشر احمد ولي خان کرزي تور لګوي.

په هغه دا تورونه لګول شوي چې ځمکي یې قبضه کړي، ډیری پروژې ورسره دي او د مخدره توکو په کاروبار کې لاس لري خو نوموړی دغه تورونه په کلکه ردوي.

ګارډين لیکي ډیر خلیک په دې باور دی تر هغه چې نوموړی له دندې نه ویي ګوښه کړای شوی حالت به سم نه سي.

ګارډین لیکي چې په جون او جولاۍ کې به هر څه وازمایل شي .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery