مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-04-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

شپیګل :کله، چې چین و پرنجیږي، ټوله نړۍ په ټوخېدو شي

ژباړن: فضل ولي شیراني


منبع: شپیګل اونیزه 

"كله، چې چين وپرنجيږي، نړۍ په ټوخيدو شي". دغه جمله، چې د امريكا له ولسمشر بيل كلنټن نه را نقل شوې او د هغه د جمهوري رياست په لومړيو كې د ژبو په سر وه، له دې عبارت نه هدف د پياوړي چين نه امريكا ته د احتمالي خنډونو د راولاړيدو په خاطر خبر وركول و او له  دې سره جوخت يې د هغه ګواښ په اړه هم خبردارى وركړ، چې د يوه كمزوري چين نه را ولاړيداى شي، ، ځكه د كمزوري چين شته والى د اسيا يوه زياته برخه نا امنه او بې ثباته كولاى شي.
د امريكا جمهور رئيس بارك اوباما د كلنټن ګوندي ملګرى، اوس د يوې نوې لارې په لټه كې دى، چې وكولاى شي د يو ميليارد او درې سوه زره ميليوني نفوس له امپراطور سره خپل اړيكي نږدې كړي. له دې سره سم دسپينې ماڼۍ د چارواكو له نظرونو نه په ډاګه كيږي، چې امريكا د چين له حضور پرته نه شي كولاى پر نړيوالو ستونزو برى ومومي او دا هغه مهال امكان لري، چې دواړه د خپلو هدفونو، د بيلګې په ډول  د هوا  تغيير،له اقتصادي بحران سره مبارزه او د اټومي وسلو د مخنيوي په برخو كې يو له بل سره مرسته وكړي. خو بايد ووايو، چې چينايي سياست پوهان، پوځي او اقتصادي چارواكي هم له امريكا سره د خپلو اړيكو د ټينګښت پلوي دي. د چين ولسمشر هو جنتاو له امريكا سره د اړيكو په اړه څرګنده كړه، چې د امريكا او چين اړيكي د ۲۱مې پيړۍ تر ټولو مهمه مسئله ده. له دې نه جوتيږي، چې چينايان هم د امريكايانو له مرستې پرته نه شي كولاى د خپل هيواد د خلكو لپاره هوساينه رامنځته كړي او د چين خلكو ته وركړې ژمنې ترسره او پوره كړي.
چين او امريكا هېڅكله هم يو بل ته دومره نږدې نه وو، له دې نه داسې څرګنديږي، چې د چين اوسنى اقتصادي حالت  د امريكا له پانګونې پرته دې حد ته نه شواى رسيدلى او همداراز بايد ووايو، چې په دې اقتصادي بحران كې د چين ارزانه توكو د  ډيرى امريكايانو ستونزې هوارې كړې دي. 
د سپينې ماڼۍ پخواني سلاكار زبيګنيو برژينسكي چين او امريكا هغه دوه قدرتونه وبلل، چې كولاى شي نړۍ ته بدلون وركړي. ان د امريكايي پوه نيال فرګوس له لوري د دواړو هيوادونو ترمنځ اقتصادي اړيكو ته  د "چيمريكا" نوم وركړل شو. داسې ښكاري، چې د چين اوسنى اقتصادي قدرت د امريكا لپاره د انديښنې وړ دى او د امريكايي سياست پوهانو او پانګوالو ته دغه مسئله په زړه پورې نه ده، چې هيواد يې ورځ تر بلې په هغو تصميمونو پورې تړلى پاتې شي، چې د نړۍ په بل سره كې نيول كيږي او هغه هم د كمونيستي واكمنانونو له لوري.د امريكا د بهرنيو چارو وزارت يوه پخواني لوړ پوړي چارواكي سوزان شيرك په خپل كتاب((چين بې ثبات او متزلزل زبرځواك)) كې ويلي: موږ په خپل څټ د اقتصادي ښامار د تنفس ګرمي احساسوو.
د امريكا د بهرنيو چارو وزارت يوه بل چارواكي جيمز اشتاين برګ د امريكا او چين ترمنځ اړيكي د(( نوې ستراتيژيكې بيمې)) په توګه ياد كړل. هغه فكر، چې په دې عبارت كې نغښتى، دا دى، چې كه چيرې واشنګټن او ملګري يې په نړۍ كې چين د يوه قدرت په صفت وپيژني، پكنګ بايد خپلو ټولو رقيبانو ته دا ثابته كړي، چې ددغه هيواد پرمختګ او وده به د نورو هيوادونو امنيت او ارام ته زيان نه رسوي.
پنټاګون له انديښنې په ډك نظر ګوري، چې چين څه ډول خپل پوځ او سمندري ځواكونه سمبالوي، ځكه د چين د ديموكراتيك جمهوريت د جوړيدو په شپېتمه كاليزه كې چين د خپلو وسلو په ښودلو سره نړيوال تر خپلې اغيزې لاندې راوستل او د هغوى د ويرې او ترهې لامل وګرځيدل. هغه پوښتنه، چې اوسمهال د امريكايانو په ذهن كې د يوې معما په توګه پاتې ده، دا ده، چې ايا چينايان به داسې توغندي جوړ كړي، چې د امريكا كښتۍ او الوتكې وړونكې بيړۍ په نښه كړي؟ 
د چين پوځ لا له مخكې اعلان كړى و، چې پر دې بريالي شوي خپل دفاعي سيستم ته تر هغه حده پراختيا وركړي، چې وكولاى شي، لرې واټن ويشتونكي توغندي له منځه يوسي. سر بيره پردې په ارام سمندر كې ثابتو سمندري اډو ته د پكنګ د اړتيا په اړه د چينايي جنرال اعلان د دواړو لورو د نا باورۍ د رامنځته كيدو سبب وګرځيد.
چين په داسې حال كې د امريكا پر وړاندې د يوه قدرت په توګه مطرح دى، چې ډيرى اسيايي هېوادونه په دې باور دي، چې امريكا بايد د چين پر وړاندې همداسې د پرمختګ او ودې په حال كې پاتې شي. سنګاپوري سياستپوه لي كوان يو، چې د ((اسيا د سياست د زړې ګيدړې)) په نوم شهرت لري، ويلي: ستر چين دغه مسئله جاپان ته ناممكنه كړې، چې وكولاى شي، د هغه پر وړاندې او يا هم د يوه ستر قدرت په توګه په سيمه كې خپل رول ترسره كړي. موږ د توازن او تعادل لپاره امريكا ته اړ يو.
د"لي" خبردارى، چې د چين د اقتصادي او پوځي قدرت په خاطر مطرح شوى، د هغه فكر څرګندوى دى، چې د ډيرى اسيايانو په ذهنونو كې را ګرځي. ډير چينايي سياستپوهان پر امريكايانو باور نه لري. هغوى په دې عقيده دي، چې امريكايان غواړي د چين د صعودي پرمختګ مخه ډب كړي او دغه هيواد د لويديځې د موكراسۍ د ارزښتونو منلو ته اړباسي.
په اقتصادي برخه كې، امريكا د ((تايوان)) د ارښتونو د كمښت هڅه كوي. امريكايي اقتصاد پوهان هم د امريكايي توكو د مصنوعي قيمت د لوړيدو او د چينايي جنسونو د بيې د ټيټيدو له امله ګيله من او په دې عقيده دي، چې دغه كار به د زياتو امريكايانو د بې كارۍ سبب وګرځي.
په ارام سمندركې پوځي سيالۍ، د دواړو لورو ترمنځ د خطرناكې سوداګريزې جګړې، د ((تايوان)) پر سر جنګ او د اوباما او دلاى لاما تر منځ له ليدو كتو نه داسې ښكاري، چې په راتلونكي كې به  د امريكا او چين ترمنځ اړيكي ډير ترينګلي او خړ پړ شي. په راتلونكي كې د اړيكو د خرابيدو وروستۍ بيلګه د امريكا او تايوان ترمنځ د وسلو د تړون په اړه  د اوباما اعلان و. چين په دې اړه سخت غبرګون وښود او ګواښ يې وكړ، چې پر هر هغه سازمان، موسسې او بنسټ به بنديز ولګوي، چې د وسلو په دغه تړون كې لاسوهنه وكړي. 
اوس، چې كومه پوښتنه راپيدا كيږي، داده،  چې ((چيمريكا)) به څه ډول خپلو اقتصادي كارونو ته دوام وركړي. د چين په كمونست ګوند كې دغه احساس د پراختيا په حال كې دى، چې ژر تر ژره له يوځاى اوسيدو خلاصى ومومي."چیمریکا" ژر يا وروسته پاى ته رسيږي، خو پوښتنه داده، چې ايا له دغو مسايلو وروسته به هم امريكا او چين يو له بل سره  په سوله كې ژوند وكړي؟

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery