د جنوبې افریقا د کرکیټ د ملي ټیم کپټان وایې چې دوي د افغان کرکیټ بازانو له قابلیت څخه په ویره کې دي او نه باید دغې نوې خو وتلې ډلي ته پّه کمه سترګه وکتل شي.
کپټان Graeme Smith وویل چې دافغنانو لوبډله د کیلې د پوټوکې په څير ده او ښایې مونږ پرې وښویږو.
د ښاغلي سمیټ پر وینا چې د افغانستان په څير په یوه جګړیز هیواد کې د افغان کرکیټ بازانو دغه لوړ قابلیت دوي حک هیران کړي دي او خپلو لوبغاړو ته یې امر کړی چې له افغان لوبډلي سره په پوره چالاکۍ او ځواک سره مقابلې ته ځانونه چمتو کړي.
ټاکل شوي چې د مئ میاشتې په دریمه نیټه په غرب الهند کې افغان کرکیټ بازان له جنوبي افریقا سره سیالي وکړي.
د کرکيټ د شل اوریزو سیالیو په دغه پړاو کې به له جنوبي افریقا مخکي افغانه لوبډله له هند سره لوبه وکړي.