مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-08-22   مخپرونکئ : 050 - دبېنوا خبریال - کابل

مه ژاړه رشوت خوره وای وای بابولاله

محمود نظري

 

            مه ژاړه رشوت خوره وای وای بابولاله

 

د سهار چرګه بانګينه وای وای بابولاله

يوه لويه ناره وکه کله به رشوت له ملکه ځينه وای وای بابولاله

د هر سم او ناسم کار لپاره وای وای بابولاله

مسولين يې غواړي له يوه نه تر ميليونه وای وای بابولاله

زرګونه غواړي ټول لوټونه وای وای بابولاله

رشوت خوره دا څوکۍ دې مبارک شه وای وای بابولاله

رشوت خوره ښه ډير رشوت  واخله وای وای بابولاله

اولنې کارونه پريږده پرې  وباسه ارمانونه وای وای بابولاله

پرې جوړ که لوړ لوړ بلدنګونه وای وای بابولاله

چې پر ښايسته مو شي ويجاړ ښارونه وای وای بابولاله

مه ژاړه رشوت خوره له دې وړې څوکۍ يه وای وای بابولاله

کرزی به دي ناز واخلي وای وای بابولاله

د مصلحت په پار به درکړي لوړو مقاموته وای وای بابولاله

هغه وزير چې ښه سم رشوت خور وي وای وای بابولاله

هغه هم پوه هم مسلکي هم اهل د کار وي وای وای بابولاله

رييس چې ټيټ او وﻻړيږي وای وای بابولاله

ډالر يې په جېبو کي نه ځايږي وای وای بابولاله

په هر دفتر کي له پياده نه تر رييسه دي خپلوان وای وای بابولاله

ﻻندي باندي دي ټول د بډو دﻻﻻن وای وای بابولاله

شنه کوتره ده وﻻړه وای وای بابولاله

د رشوت خور دي د ترفيع ګلان په غاړه وای وای بابولاله

زموږ پيسه نه کلداره ، افغانۍ ده وای وای بابولاله

ښاروال ته مو ښکاره کړه وای وای بابولاله

قواله يې د دولتي ځايو راکړه په زاريو وای وای بابولاله

د دفتر مخي ته مو واښه دي وای وای بابولاله

په رشوت خورو د دفترو رنګونه ښه دي وای وای بابولاله

دا د رشوت خور اروا به کله مړيږي وای وای بابولاله

دومره رشوت مو ورکړ وای وای بابولاله

چې په بکسو کې يې نه ځايږي وای وای بابولاله

زما بابوﻻله  باﻻ ختمېږي وای وای بابولاله

د بډو کمبله به له دې وطنه نه ټوليږي وای وای بابولاله

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery