مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-08-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ؤلسي جرګې او ولايتي شوروا ګانو ټاکنې

بصير بهير وردگ

 ليكنه:بصير بهير وردگ

 لکه څرنګه چې د ؤلسي جرګې او ولايتي شوروا لپاره د ټول ټاکنو نيټه را لنډيږي او زموږ تي خوري او سپين ږيري لا تراوسه د پارلمان او پهلوان توپير نشي کولای د همدې پلمې د درلودلو له امله دادي تاسو ته دا پاڼې په دې موخه چې تاسو راتلونکو ټول ټاکنو ته مزي کړي درکول کيږي دا توره د ټول ټاکنو ګډ وډ دفتر کړې او دا پاڼې هم تاسو ته د ټولټاکنو د ګډوډ دفتر لخوا درکول کېږي .خو له دې ټولو خبرو او ببرو را تير شو او رابه شو دې ته چې ستاسوپوښتنو ته مو ځواب او سرونه مو په دې غورو اودوړو درپړسولي وي .ښه نو ؤلسي جرګه څه شی ده؟ؤلسي جرګې او ولايتي شوروا ته کوم د نر بچی ځان کانديولی شي ؟څه به کوي او څه به نه کوي ؟چای به څښي او که به هګۍ موښي؟خو دا ټولې هغه پوښتنې دي چې لاندې کږې وږې کرښې يې په نره ځواب درکوي ورته ټينګ شئ. ؤلسي جرګه څه ته وايي؟ ؤلسي جرګه د ملي شوروا هغه کاسه ده چې څمڅې يې ځيني نايان په ډير هاند او هڅو سره جوړوي او هله د سيمې د هغه کسانو لخوا ټاکل کېږي کوم چې د همدې کاسې د څمڅه يي په شوروا او غوښو خوله خوږه شوې وي. ؤلسي جرګه يو بې واکه ديګدان دی چې 249 پلاستيکي چوکۍ او ښې ډيرې تف دانۍ لري.ؤلسي جرګې ته له هر ولايت څخه د ولايت د جنګسالارانو په انډول ټاکلی شمير استازي ټاکل کېږي . ؤلسي جرګې او ولايتي شوروا ته کوم د نر بچی ځان کانديدولی شي؟ ؤلسي جرګې ته خو هغه څوک ځان کانديدولی شي چې لږ تر لږه لس زره افغانۍ ولري او ولايتي شوروا ته هغه څوک ځان کانديدولی شي چې څلور زره افغانۍ ولري او لاندې نورې ځانګړتياوې د دواړو شريکې دي: د لمړي ټولګي دوه ويشت کلن مشروط وي.يو موټر ولري هغه هم لږ څه لوی وي تر څو ډير انځورونه پرې ځای شي که يې د موټر وس نه وي نو بايد چې يو جاوا موټر سايکل ولري خو که يې دا هم نه درلود نو يو چېنايي بايسکل سره له يوه زنګه او يوه ګروپه خو دې بايد ضرور ولري ځکه د شپې او ورځې به سرګردانه وي که دا ونلري نو د ټول ټاکنو په ورځ به يې خپل ځان ته يوه رايه هم له لاسه ورکړې وي ځکه دا دومره تګ او راتګ خو پلي نه کېږي خدای(ج) وکړي چې له ډيرو ګرځيدو او راګرځيدو ګوډ شي.اه! ښه شول چې را په زړه شول بايد چې لږ دسر او لاسو خوځول يې زده وي تر څو په هغه انځورونو کې لږ لاس او پښې وغورځوي کوم چې د هوټلونو،ستنو او ان د ملي بسو په عقب نما ؤ نښلول کېږي.او بل هغه څوک ځان کانديدولی شي چې د يوه زبردسته انتخاباتي نښې لرونکی وي د کارپوهانو په اند له ټولو ښکلی انتخاباتي نښه ايسکريم اوغولکه ده ايسکريم په دې ښه دی چې دا ټول ټإکنې خو په ګرمۍ کې کېږي او دا دسړي تنده ماتوي اوغولکه په دې ښه ده چې دا دبل رقيب د ډارولو يوه ښه وسيله ده کېدای شي چې ترې وډار شي. لنډه داچې ؤلسي جرګې ته د هرې طبقې او کسب اوکار خلک ځان کانديدولی شي ،ډم ،کلال ،شلغم فروش،قصاب،چوکيدار ،چپراسي،موچي او هر څوک لکه چې مخکې هم ترې يادونه وشوه لږ تر لږه لس زره حلالې اويا مردارې پيسې ولري. د ؤلسي جرګې غړي به څه مسؤليتونه ولري؟ دوی درۍ عمده مسؤليتونه لري : 1:دوی به دپنځو کلونو لپاره خوري څښي او حساب به نه مني. دوی به د خپل شخصي واک څخه په ګټې اخيستنې سره د خپل ولايت د خلکو ستونزو او انديښنو ته په دوې روپۍ سترګه هم نه ګوري دا په دې معنی چې دوی به يواځې د خپل زوی ،لمسي ،کړوسي اودخپلو ميږو او خوسکیو د واښو په غم کې وي. 2:دوی به په قوانينو کې ګوتې وهي او دخپلې خوښې قانون به هر سړی وړاندې کوي دومره خو هم بي غيرته نه دي چې ديوه اوبل وړانديز شوی قانون دې ومني دوی خو ټول منونه دي پاوی نه لري. 3:دوی به د حکومت د کړنو او تګلارو ته سوڼ هم نشي وهلی صمٌ او بکمٌ به ناست وي يوه به نصوار اچولي وي بل که په موبايل کې بلد وي نو مسيجونه به ليږي خو دادې نه هيروي چې د مسيج د ليږلو لپاره بايدد روشن سيم کارت وانخلي افغان بيسم دې واخلي ځکه مسيج يې وړيا دی،او نورو به هلته د بوغه يانو ډله جوړه کړې وي د ونو تر سيورو لاندې به ناست وي بنډارونه به کوي. زه وايم د مور شيدې مو شه په دې ژوند. يو تن د څو رايو د اچولو حق لري؟ هر تن د هومره رايو د اچولو حق لري څومره يې چې کارتونه اخيستي اودا مه هيروئ چې په دې ټول ټاکنو کې هر تن په يوه کارت د دوه رايو د اچولو حق لري خو بختور به هغه وي چې ډير کارتونه يې اخيستي وي ځکه دوچند رايې اچولی شي. دا ځل ددې لپاره چې رايه ورکوونکی کس ونه پيژندل شي دهغه د ګوتې د رنګولو لپاره کم اصله توش قلمونه برابر شوي دي چې رنګ به يې په يو ځل څټلو سره له منځه لاړ شي. دا رايې پټې نه دي په ښکاره هر زوی،خور او ښځه د خپل پلار ،ورور او ميړه ملګرو ته په زغرده په نر ميدان رايه ورکوي دنر زامن دي والله که له هيچا ډاريږي دا ځکه چې هغه سړی خو لږ څه ډاډمن شي کوم چې دوی ته يې ميلمستياوې او پيسې ورکړې دي. هر هغه چا چې ځان کانديد کړی د هغه نر او ښځه به د وږي د مياشتې په اووه ويشتمه نيټه معلوم شي او په دې ورځ هر هغه چاته چې کارت ولري دوې پاڼې ورکول کېږي يوه پاڼه اسماني خړ رنګه پاڼه ده چې هغه به د ؤلسي جرګې لپاره د خړمخو کانديدانو د ټاکلو او بله شفتلي سره پاڼه ده چې دا به د ولايتي شوروا لپاره د چرګانو دټاکلو لپاره ورکول کېږي د هر چا په خونه کې د هغه انځور ته مخامخ د ړکنې رسم کوئ . دا ؤ هغه معلومات کوم چې مو تاسو ته په وچ زور برابر کړي وو هيله ده چې ورته پام به مو وي او دټول ټاکنو په ورځ ورک نشئ حتمي به دټول ټاکنو تر ديګ بخارو ځان رسوئ. په همدې ټانګه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery