ناقصه درک
که ته مې نن له لوږې خبر شې!
ښايي په پښو کې به مې د هغو تمعو په خاطر چې په زړه کې دې دي ونه نڅېږې!
او يا کېداى شي چې ته به وږى نه يې، په زړه کې به دې سړه مينه زما د وجود حرارت ته اړمنه وي.
نه ((!)) ما سم درک نه کړاى شوې، ستا مينه له ما سره دومره ژوره هم نه ده چې زما د عاطفې ګرمۍ ته به اړيي!!
دا به نو کومه يخني وي، چې ستا وجود نه ګرمېږي، همداسې ټول رپېږي او رانه چاپېر يې، په پښو کې مې اوړې را اوړې.
مجبور يم چې ستا د دغې مجبورۍ لپاره پر يو ځاى ودريږم.
ژمى خو هم نه دى چې تر څنګ به مې ځان تودوي!؟
ته خبر يې چې ستا وجود ته نن په ځان کې هېڅ ډول حرارت او ګرمي نه لرم، له لوږې يخ کرخ يم، ومنه! چې ستا په وجود کې به د راپيداشوې نامعلومې يخنۍ د وژنې لپاره په بدن کې د حرارت توان ونه لرم.
زما کوچنيه سپيه!
که ما درنه ټول هغه څه پټ کړل، چې د پټولو نه دي تا بيا هم درک کړم؛ خو ما تر اوسه پورې درک نه کړاى شوې.
په تاکې مې چې د کومو بدلونونو درک وکړ هغه مې هم له خپل اغېزمن وجود نه په اقتباس کې وکړ؛ خو بيا هم ستا يخني درک نه شوه.
هو: زه او ته د خداى(ج) د لوى کور دوه زيروح يوو!
ستا مينه او وفا تر ما زياته ده، ځکه چې تا خپل جمعيت ته شا کړه له ما سره شوې، زما د کور په زړه چاودون ماحول کې زړه تنګى نه شوې،
مادې خپلې مينې ته مه حيرانوه!
همدابس ده چې له ماسره زما د ګاونډي پاتې شونې قبلوې!
ما به تاته له هغې پاتې شونې څومره درلورولې وي، چې ته يې له ماسره په دې ژورې مينې اړ اېستى يې، چې زما له غربت ځپلې ځېرې منډه نه اخلې!
زما وفاداره سپيه!
زه دې په خپلې مينې قانع کړى يم، که خوښه دې وي زما يخ کرخ څنګ نور پرېږده!
دلته د مينې ګرمي نه شته او نه به د ژوند تر پايه زما د ماړه نس په حرارت ګرم شې!
له مادې هم حس څو برخې ډېر دى، اوس به دې هم د ډېرو خوراکونو وږم حس کړى وي.
دا چې اوس هم رانه نه جلا کېږي ښايي په خپل نفس چې موږ يې اکثره وخت له تاسره تشبه کوو، نفس ته سپى وايوو سمه ده چې نن به پرې غلبه ومومې،
خو تر کومه، ضرور يوه ورځ به دې لېونۍ لوږه رسوا کوي اوله ما به دې ډېر لرې باسي.
که ته نن ما په همدې ذهنې کشمکش کې پرېږدې او ته رانه لاړشې،
ته پوه يې ما به په خپلې غربت ځپلې څېرې څومره وځوروې!
ايله خو به مې په دې کار د خپل وجود په زندان کې بندي کړې، چې کله تا د لوږې مجبوري له ما زړه تورى کړي.
هو: زه بيا هم په دې باور لرم، چې غربت او لوږه سپى هم بې مينې کوي او طبعي وفا يې وژني!