دخپریدو نیټه : 2010-05-01 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
دکندهار کرکټ ټورنمنټ د اتحاد لوبډلي په بريا پاى ته ورسيدي
ولي امین
هغه ټورنمنټ چي دثور دمياشتي د شلمي نيټي را پديخوا پيل شوي او دکندهار ولايت 9 تکړه لوبډلو پکي ګډون کړي پرون دجمعي په ورځ يي پاى لوبه د اتحاد او خپلواک لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
خپلواک لوبډلي پچه وګټله او په لومړي وار کولو سره په 20 اورونو کي 150 منډي جوړي کړي او 9 لوبغاړي وسوځيدل ، په مقابل کي يي د اتحاد لوبډلي مقرر هدف 151 منډي د 6 لوبغاړو په سوځيدو سره ترلاسه کړي او ددغه ټورنمنټ لومړي مقام يي خپل کړ.
داتحاد کرکټ لوبډلي تکړه لوبغاړي او دافغانستان د 19 ځوانانو دملي ټيم لوبغاړي چي په دي ټورنمنټ کي د 300 څخه اضافه منډي کړي وي د سياليو ترټولو غوره لوبغاړي وبلل شو.
د ټورنمنټ په پاى کي دکندهار دبدني روزني امر او ملي تجار ښاغلي جاجي تورجان پرلوبغاړو جايزي تقسيم کړي او ددوى د هلوځلو او دکرکټ دټيم دلاسته راوړنو څخه يي مننه وکړه.