سرچینه: فایننشل ټایمز ورځپاڼه
د امریکا فایننشل ټایمز ورځپاڼي په خپله وروستۍ ګڼه کې د کندهار د قریب الوقوع عملیاتو په اوه یوه لیکنه خپره کړي ده. فایننشیل ټایمز ورځپاڼه لیکي په داسې حال کې، چې زرګونه امریکایي عسکر د کندهار د عملیاتو د پيل لپاره تیاری نیسي د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال دیوید پیتریوس خبرداری ورکوي،
چې دغه عملیات به اسانه نه وي او وسله وال طالبان کېدای شي د دغو عملیاتو په مقابل کې په وحشت ناکو بریدونو لاس پورې کړي. ورځپاڼه زیاتوي چې وسله والو طالبانو د دغو عملیاتو په درشل کې په سیمه کې خپلو بمي او انتحاري بریدونو او قتلونو ته زور ورکړی دی. فایننشیل ټایمز ورځپاڼه لیکي، چې جنرال ډیویډ پیټریوس د تېرې جمعې په ورځې ناڅاپه د کندهار لیدنه وکړه او خبریالانو ته يي وویل، چې وسله وال طالبان کېدای شي د خپلو پناه ځایونو او اډو څخه دفاع کې مقاومت وکړي.
ده وویل، کېدای شي دښمن د امریکایي او افغان پوځي او ولسي چارواکو د بري د مخنیوي لپاره وحشت ناکو اعمالو ته لاس واچوي. فایننشیل ټایمز ورځپاڼه لیکي، چې امریکایي پوځیان د کندهار عملیات د خپلو هغو هلو ځلو یوه مهمه مرحله ګڼي، چې په افغانستان کې یي د طالبانو د کمزوري کولو او د ولسمشر اوباما د ستراتیژی د بري لپاره پيل کړی دی. ټاکل شوی،
چې په افغانستان کې د اوباما د نوي ستراتیژی نتایج اته میاشتې وروسته وڅیړل شي، امریکایي منصبداران وایي چې د کندهار عملیات به له هغو عملیاتو، چې د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې ترسره شول مختلف وي. د مارجې په عملیاتو کې زرګونه امریکایي سرتېري ناڅاپه د هوا او ځمکې له لارې په سیمه کې پياده شول، خو د کندهار عملیات به پراخه وي. زرګونه امریکایي سرتيري د کندهار په شمال او لویدیځو ولسوالیو کې عملیاتو لپاره تیاری نیسي.
وسله والو طالبانو د کندهار په لیرې پرتو کلو کې له خپلو اډو څخه په استفاده په دغه ولایت کې، چې په نولسوه نوي کلونو کې د طالبانو د نفوذ سیمه ګڼل کېده بیا خپل نفوذ پراخه کړې دی. جنرال ډیویډ پيتریوس، چې په افغانستان او عراق کې د امریکایي قواوو عملیات اداره کوي وویل، چې د قندهار عملیات به عادي او معمول نه بلکه دقیق عملیات وي.
فایننشیل ټایمز ورځپاڼه د امریکایي منصبدارانو له قوله لیکي، چې د ناټو نور هېوادونه هم د کندهار په عملیاتو کې له امریکایي او افغان ځواکونو سره مرسته کوي او دغه ولایت ته نوي کومکي پولیس استول کیږي. سره له دې، چې د کندهار د ښار وضعه د ورځی له مخې عادي وي او په ښار کې د خلکو او ترانسپورټي وسایلو ګڼه ګوڼه وي، خو بیا هم خلک اندېښمن دي. د کندهار چارواکو فایننشیل ټایمز ورځپاڼی ته ویلي دي، چې ډیرې کورنۍ د طالبانو د ګواښونو او بریدونو له ویرې خپلې لوڼه ښوونځیو ته نه استوي او داسې سیمې هم شته، چې امنیتي ځواکونه د شپې له مخې نه شي ورتلای. ملګرو ملتونو تېره اونۍ له کندهار د خپلو نیمو بهرنیو کارکوونو ایستل پیل کړل او تقریبا شلو بهرنیو کارکوونکو په کندهار کې کار کاوه. ملګرو ملتونو وروسته له دې دغه اقدام وکړ،
چې ځینو نا تایید شوېو رپوټونو وویل، چې طالبانو غوښتل په هغه یو تعمیر چې د ملګرو ملتونو کارکوونکي په کې اوسېدل برید وکړي. فایننشیل ټایمز ورځپاڼه لیکي امریکایي منصبداران په دی باور دي، چې له کندهاره د طالبانو لیرې کول، چې د افغانستان دوهم لوی ښار او د جنوب تجارتي مرکز ګڼل کیږي په ټول افغانستان کې د طالبانو د کمزوري کولو لپاره مهم دی، تر څو د دوی مشران د سولی خبرو ته کینی.