وخت مازدیګر و، د لمر سترګه زیړه ښکاریده او د هغه غره له پاسه ولاړه وه چې د هغوی کلۍ یی په لمن کې پروت ده. هو! ښایسته شانته لحظه وه، رښتیا د کلې پورې خواته د ځنګله نه هاخوا یوه چینه بهیده، هو چینه بهیده… خو نه پوهیږم چې څه پیښ شول یو ناڅاپه توره لوخړه پورته شوه!!!
زه د خپل کلې په کمره ولاړ وم داسې ګومان کیده چې د چینې سره نژدی کوم ماین ... هو!! ماین چاودیدلی وی. لوګی ورک شو زه د جومات خواته رهی شوم، کله چې هلته ورسیدم نو د ماښام لمانځه ته څه وخت پاتی وه، زه او پتمن د چینار لاندې ولاړ وو چې زرګر ماما په ترهیدلې ځان او ببره ګیره راغی توبی یی ایستلې او په لوړ آواز یی وویل څښتنه بچې یی همداسی کړې!!! ای لویه ربه کور یې وران کړی !!! پتمن له زرګر ماما نه وپوښتل، ماما چې خیرت وي؟! زرګر ماما ځواب ورکړ ځویه څه به درته وایم د ادم خان لور ... له ګدره اوبه راوړې !!!
او ماین پرې وچودید!!! هو! هغې ... له ګدره اوبه راوړې چې ماین یې پښه ترې پرې کړه!!! له ما څخه دمه وخته رنګ می سپین وتښتید نور نو په ځان پوه نشوم .... خو هغه اوس نشته او ګدر به منګۍ، منګۍ اوښکې ورپسې تویوی.