مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-05-09   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

مورې

اسدالله خاطر

له ډیره وخت راهیسې مې د زړه پر پیڅه بې شماره خبرې غوټه کړیدي هر کال چې د (مور ورځ ) وي کاغذ او قلم ته لاس کړم او ستا په هکله مورې د یو څو تورو د لیکلو تکل وکړم خو نه پوهیږم چې ولې مې تراوسه پورې همدا لیکنه نیمګړې پاتې کیږي.
 د زړه پر پیڅه مې ډیرې خبرې غوټه کړي خو هر کله چې د همدې غوټې د سپړلو هڅه وکړم پاتې راځم یا خو زما پوهه همدومره نیمګړې ده چې ستا د نوم د بیانولو ځواک نلري او یا هم ستا نوم همدومره پاک، سپیڅلئ او له مینې ډک ده چې زما قلم یې د کاږلو وس نلري خو بیا مې هم نن ستا د ورځې په ویاړ د څو نیمګړو جملو د لیکلو تکل وکړ، له کوټې څخه د باندې راووتم څو دا کار په خلاصه فضاء کې ترسره کړم.

په چمن کې کیناستم ستا د یادونو په بې پایه سمندر ورګډ شوم، فکرونو پسې واخیستم، تر ښه فکره وروسته بیا هم نه پوهیدم چې څه ولیکم او له کومه یې راپیل کړم لا په همدې فکرونو کې ډوب وم چې سترګې مې په یوه ښایسته ځوان چې په چمن کې ناست وه ولګیدې، ډیر خواشینئ راته ښکاره شو بس په همدې خاطر له خپله ځایه راولاړ شوم څو له همدې ځوان سره یوه شیبه د زړه خواله وکړم او د خواشنیتوب لامل یې معلوم کړم. ورغلم سلام مې پرې واچاوه، ده هم سلام واخیست بیا مې ورته وویل ځوانه اجازه ده چې ترڅنګ دې کینم ، ده راته وویل هو مهرباني وکړئ زه هم یواځې وم ستاسو په راتګ زما یواځیتوب هم ختم شو.

له کیناستو وروسته مې له ده څخه مننه وکړه او ورسره مې ښه په ورین تندي روغبړ پیل کړ، دئ هم خوشحال شو . خو راته د ځان په شان په خپل وطن کې مسافر ښکاره شو نو ځکه مې په ډیره خوښئ ترې د مور د ورځې پوښتنه وکړه ، ما ویل ځوانه نن خو دې مور ورځ ده ایا تا له خپلې مورکئ سره خبرې کړیدي او مبارکي دې ورکړیده؟

ما خو ویل چې زه به هلک ته دا ووایم نو دئ به پرې خوښ شي او خفګان به یې لیرې شي خو داسې ونه شو. هلک ته مې چې دا خبره وکړه نو یوه شیبه هک پک پاتې شو ، فکرونو داسې پسې واخیست چې له سترګو یې ډنډ ډنډ اوښکې راتویې شوې، زه هم حیران شوم نه پوهیدم څه وکړم.

په هلک مې غږ وکړ ځوانه ولې دومره خوابدئ شوې، هلک تر لږ ځنډ وروسته په سرو سترګو راوکتل او په ژړغوني اواز یې داسې راته وویل ؛یاره زه خو مورکئ نلرم؛ ؛یتیم یم؛ دې دوه خبرو یې په ما داسې تاثیر وکړ لکه چا چې په مرمئ ویشتلئ یم ، ډیر خفه شوم ورپسې هلک نور خپلو خبرو ته داسې دوام ورکړ: هو په یاد مې ده چې نن دې مور ورځ ده خو زه چې مور نلرم نو مبارکي یې چاته ورکړم، کله مې هیریږي دا ورځ چې مور ته به مې ویل مورې الله دې راته ژوندئ لره، بې له تا خو به زه ډیر نیمګړئ یم  خو اوس  دا څو کاله کیږي چې مور مې له نړئ څخه سترګې پټې کړیدي تر اوسه بیا زما په سر چا د رحمت لاس نه دئ راتیر کړئ او نه هم چا په جار او په قربان بللئ یم، د هلک له هرې اوښکې سره یوه مرموزه قیصه تړلې وه خو بس ډیر څه یې ونه ویل نور چوپ پاتې شو او له ځایه پورته شو.

ډیر خوابدئ شوم نه پوهیدم زه څه وکړم ما خو ویل چې زه به دهمدې ځوان خفګان ته د پای ټکئ کیږدم خو دا مې څه وکړل ، قلم او کاغذ مې همداسې په لاس کې پاتې شو چې لا نورو سوچونو کې ډوب شوم.

مورې ! ستا انځور مې سترګو ته ودریده ډیرې خبرې مې د ذهن له مړونده راتاو شوې کله به مې ویل هسې نه خدائ مکړه زما مورکئ مړه شي او زه یتیم شم او کله به بیا د همدې هلک یتیمې سلګئ رایادې شوې... خو بس فکرونه وه ، ډیر یې وزورلم، یو وخت مې د فکرونو لړئ وشلیده کله چې پوره په هوښ راغلم نو په سپین کاغذ مې څو ماشومې اوښکې تويې شوې وې، په اوښکو مې نظر ولګید یو شیبه مې ورته ښه په ځیر وکتل، له ځان سره مې وویل مورې ورځ دې نیکمرغه!! الله دې تل راته ژوندئ لره، بیا مې کاغذ کت کړ ، په جیب کې مې کیښود او لیکنه مې همداسې نیمګړې پاتې شوه.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery