مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-05-18   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

AFP: پارلماني انتخابات به کورنۍجګړه رامنځ ته کړي

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

سرچینه: د فرانس پرس آژانس

 د فرانس پرس اژانس په خپل یوه راپور کې د ملګرو ملتونو د یوه پخواني چارواکي له قوله د افغانستان د راتلونکو پارلماني ټاکنو په اړه یوه مقاله خپره کړي ده . په مقاله کې پیترګالبریت خبرداری ورکړی چې که چیرته په اوس مهال کې د افغانستان د راتلونکو پارلماني ټاکنو د تر سره کیدو مخ نیوی و نه شي نو حامد کرزی به د رایو د درغلیو په واسطه کورنۍ جګړه پیل کړي. پیتر ګالبریت چې د کرزي له سختو منتقدینو څخه دی فرانس پرس آژانس ته ویلي چې امریکا او متحدین یې باید په افغانستان کې تر هغه پوري خپل سرتیري زیات نکړي تر څو چې یې یو با اعتماده اوصالم ملګری نه وي موندلی. د ملګرو ملتونو سازمان تیر کال پیتر ګالبریت چې په هغه وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دوهم کس وو هغه وخت له دندې وشړل چې په کرزي یې په انتخاباتو کې د تقلب تورونه ولګول او وروسته بیا د ملګرو ملتونو څار ډلي هم ګالبریت ته ورته نظر ورکړ او په اړه یې شواهد هم نړۍ ته وړاندي کړل. ګالبریت فرانس پرس آژانس ته ویلي چې که چیرته د افغانستان راتلونکي پارلماني انتخابات په سپټمبر میاشتې کې تر سره شي نو د افغانستان حالت به له پټلۍ څخه د اورګاډي د وتلو په څير خراب شي. نوموړي ویلي لکه څنګه چې حالات اوس هم خراب دي که چیرته د پآرلماني انتخاباتو مخه و نه نیول شي او یو څه ورته و نه شي نو حالات به له کنټرول څخه ووزي او ډیر به پسې خراب شي. ګالبریت ویلي چې د پارلماني انتخاباتو تر سره کیدل به حالات نور پسې وخیم کړي او هغه د دې پوښتني په ځواب کې چې حالات په څرنګه وخیم شي وویل چې حالات به داسي شي چې د پښتنو او نورو قومونو تر منځ به کورنۍ جګړه پیل شي. ښاغلي ګالبرت د امرکیا له کانګرس څخه چې د افغانستان د پارلمان بودجې باندي رایې ورکوي غوښتنه وکړه چې د افغانستان د انتخاباتو له کمیسیون هغه بودجه دي تر هغه پوري نه تصویبوي تر څو چې د کرزي ملګري او نږدې دوستان د انتخاباتو له کمیسیون څخه نه وي ګوښه کړای شوي. د افغانستان پارلماني انتخابات یو ځل بیا هم د جنورۍ له میاشتې څخه تر سپټمبر پوري ځنډول شوي وو خو اوس به د امریکا کانګرس د راتلونکې شنبې په ورځ په دغې بودجې چې د انتخاباتو کمیسیون ته ورکول کیږي راي ګیري وکړي. فرانس پرس له ګالبرت څخه په حواله لیکي چې د افغانستان له درغلیو ډکو قریب الوقوع پارلماني ټاکنو د پایلو له لاسه به ډیر نور امریکایې سرتیري هم ووژل شي، افغانستان کې به پوځي ماموریت نور هم ستونزمن شي او زمونږ سرتیري به د یوه کورني جنګ په مینځ کې ګیر شي. فرانس پرس لیکي چې پیتر ګالبریت د کرزي له لوري د انتخاباتو پر مهال سخت سپک کړای شوی وو او کرزي هغه د افغانستان په انتخاباتو کې په لاس وهني تر تورنولو وروسته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د هغه وخت د استازي کې ایډې په مټ له دغې خاورې شړلو ته اړ ایستلی وو. میرویس جلالزی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery