منبع: مک کلچي ورځپاڼه
رپوټ: دیون نیسن
بوممک کلچي ورځپاڼي تر دې عنوان لاندي چې افغان راپورونه د ولسمشر کرزي ورور د ځمکو په غصبولو تورنوې، یوه لیکنه خپاره کړي ده . ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان نظامي څارنوالانو د افغان ولسمشر حامد کرزي جنجال زیږونکی ورور او د ولایتي شورا ریس احمد ولي خان کرزی په دې تورن کړی چې له خپل حکومتي واک څخه په ګټې اخیستلو سره یې په جنوبي ولایت کندهار کې د ملي دفاع وزارت اړوند ځمکې لاندي کړي دي.
ورځپاڼه لیکې چې دغه تور ته په غبرګون کې احمد ولي کرزي د ولایتي شورا دفتر تړلی او ګواښ یې کړی چې د خپل نامه تر پاک ثابتولو مخکې به دغه دفتر بیرته خلاص نه کړي. نوموړي مک کلیچي ورځپاڼي ته ویلي چې ولایتي شورا به تر هغه خپل دفتر خلاص نکړي چې دغه تورونه یې نه یې لري کړي، هغه ویلي چې که چیرته په دې راپور کې هغوي یو شی هم وموند زه هر راز مجازاتو ته آماده یم. د ملي دفاع وزارت له لوري دغه اته مخیزه تحقیقاتي رپوټ په داسي حال کې رازي چې د امریکا ستراتیژي جوړونکي د کندهار په پاچاه ( احمد ولي خان کرزي) د دغه ولایت د بیرته خوندي کولو په پروګرام کې د یوه کلیدي ملګري په توګه حساب کوي، تر څو له دغه ولایت څخه طالبان وشړي او بیرته پکې غرب ملاتړ درلودونکې افغان ولکه ټینګه کړي. د احمد ولي کرزي او په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قل اردو د قوماندان تر منځ دغه مشاجره په داسي حال کې رامنځ ته کیږې چې په خپله احمد ولي خان کرزی هم په خټه پښتون دی او په کندهار کې د ملي اردو دغه قوماندان هم په خټه پښتون او د دفاع وزارت له مشرتابه سره چې ډیری واګي یې د تاجکانو په لاس کې دي چندان سمې اړیکي نلري او د هغوي امرونو ته هم غاړه نږدي. مک کلچي ورځپاڼه وایې چې د ملي دفاع وزارت د تحقیقاتي ټیم د دغه راپور یوه کاپې یې هم په لاس کې ده او د نظامي ځمکو دوو تنو ساتونکو چارواکو هم ورځپاڼي ته ویلي کله چې دوي د ۱۵۰ هکټاره هغې ځمکې د بیرته اخیستلو لپآره اقدامات پیل کړل چې د پوځ اړوند ده نو احمد ولي خان کرزي دوي له دې کار څخه را وګرزول. ورځپاڼه لیکي چې احمد ولي خان کرزي دغه ځمکه خپلو دوو ملګرو ته ورکړي اوپه دغې ځمکې اوس یو مفشن ښارګوټي جوړ شوی دی . ورځپاڼه لیکي چې دغه دوه کسان په کندهار کې د امنیتي خدمتونو د وړاندي کولو په بازار کې ډیر واک لري. مک کلچي لیکي کله چې تحقیقاتي ډلي مشر او دړ ۲۰۵ اتل قل اردو قوماندان جنرال شیر محمد ځاځي له دغو دوو چارواکو پوښتنه وکړه چې تاسو ولي د پوځي ځمکو د ساتلو له دندې په شا شوﺉ، هغوي وویل چې مونږ ته احمد ولي کرزي په شفاعي توګه وویل چې له دغې ۱۵۰ هکټاره ځمکي سره تماس مه نیسۍ او د هغې له اوسنیو مالکینو سره هم کار مه لري، پریږدې چې هغوي خپل کار وکړي. د پوځي ځمکو څیړندویه ډله وایې چې د احمد ولي کرزي د پوپلزي قوم ملګرو، دوستانو او خپلوانو د کندهار په ښار کې شاوخوا ۱۰۰۰ هکټاره د ملي دفاع وزارت ځمکه غصب کړي او پکې یې کورونه، دفترونه، سوداګریز مرکزونه، پارکونه او ښونځي جوړ کړي دي.
د پوځ قوماندان جنرال شیر محمد ځاځی وایې چې دغه ځمکي د احمد ولي له کسانو سره دي او هغه د ولایتي شورا له غړو غوښتنه وکړه چې له زور واکانو څخه د حکومتي ځمکو په بیرته نیولو کې ورسره مرسته وکړي.
مک کلچي ورځپاڼه لیکي چې احمد ولي کرزي ګواښ کړی چې د ولایتي شورا غونډي به تر هغه نه جوړیږي تر څو د ملي دفاع وزارت له کابل څخه یو پلاوی کندهار ته و نه لیږي تر څو د دغو تورونو په باب پلټنه وکړي. مک کلچي لیکي، احمد ولي کرزی وایې: (( په کندهار ولایت کې ۱۰۰۰۰۰ پوپلزیان ژوند کوي ایا زه د هغوي ټولو د کړنو مسول یم؟ که چیرته کوم امریکایی په افغانستان کې جرم وکړي نو آیا مونږ به د هر امریکایې په جرم اوبهاما ملامتوو؟!).
مک کلچي ورځپاڼه لیکي چې د ولایتي شورا غړي هم له کرزي سره په اعتصاب کې یو شوي دي . د ولایتي شورا مرستیال حاجي آغا لالي ویلي چې که احمد ولي کرزی شورا ته رانشي دوي به هم خپل کاري اعتصاب ته دوام ورکړي او خپل کار ته به حاضر نه شي. مک کلچي لیکي چې د کندهار په ښار کې د عینو مینې په نامه د یوې مجللۍ سیمې د پراخیدو مخ نیوی یو ځل د کندهار د یوه بل والي رحمت الله روفي له لوري هم شوی وو. روفي په ۲۰۰۸ کال کې د کندهار والي شو خو له احمد ولي کرزي سره له شخړې لږ وروسته له دندې ګوښه کړای شو. روفي ویلي وو چې عین مینه د کرزي د بل ورور محمود کرزي له لوري پر مخ بیول کیږي او دغه ځمکه هم د ملي دفاع وزارت اړوند ده خو احمد ولي کرزی بیا ویل چې د روفي خبري واقیعت نلري او هغه په خپله تر ستونې پّ فساد کې ډوب دی.