دخپریدو نیټه : 2010-05-20 مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل
لاسنجلس ټایمز:د کندهار عملیات یرغل نه دی
منبع: لاسنجلی تایمز امریکایی اخبار
ترجمه او ترتیب: عزمت علی
لاسنجلس ټایمز ورځپاڼه لیکي، په داسې حال کې چې ناتو په خپله ستراتیژي له سره کتنه کوي اوغواړي په کندهار کې د حکومت حاکمیت ټینگ کړي، د کندهار اوسیدونکوسره داسې سوال مطرح کیږي چې د لویدیزو هیوادو د پوځي عملیاتو هدف څه شی کیدلای شی او دا کار د ولایت د اوسیدونکو ژوند څومره د خطر سره مخامخ کولی شي؟
لاس انجلس ټایمز لیکي، په افغانستان کې د ناتو او امریکايي قواوو قوماندان جنرال مک کرستال چې واشنگټن ته د ښاغلي حامد کرزي د سفر په جرییان کې ورسره ؤ، دلته یې وویل چې په کندهار کې به امنیتي قواوې په تدریجي ډول سره زیاتیږي، نه دا چې په ښار به یوه ناببره ورباندې حمله وشي. خو اوس څو هفتو کیږي چې د لویدیزو هیوادو پوځي مامورین د کندهارعملیاتو ته یرغل نه وايي.
د ای ساف یو افسر، وین شنک په دې باره کې داسې ویلي دي: هغه څه چې مونږ یې په خپل پلان کې لرو، هغه په حقیقت کې یوه افغاني سیاسي پروسه ده، چې په هغه کې به په تدریجي ډول امنیتي اقدامات پیاوړي شي. په دې ترتیب به په دغه ولایت کې د حکومت سلطه زیاته شي او د پرمختگ زمینه به هم برابره شي.
نو ځکه به د کندهار عملیات د یوه یرغل او چټکې حملې په شان نه وي.
لاس انجلس ټایمز لیکي، چې په کندهار باندې د حملې خبر چې د لویدیزو هیوادو لخوا مخکې تر مخکې اعلان شو، د ډیرو خلکو ژوند ته یې خطر پېښ کړی دی.