مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-05-22   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

استرلین : :چلنجرعبدالله مخالف ایتلاف جوړوي

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

سرچینه:THE AUSTRALIN

هغه سړی چې افغان ولسمشر حامد کرزی یې د تیر کال په ولسمشریزو انتخاباتو کې چلنج کړ او دعوه یې کوله چې کرزي یې رایې پټې کړي اوس د راتلونکي لپاره د یوه نوي سیاسي مخالف ایتلاف د جوړولو پر سر کار کوي.

عبدالله عبدالله پرون په امریکې کې وویل چې ده د یوه ملي  سیاسي ایتلاف د جوړولو لپاره کار پیل کړی دی هغه ایتلاف چې د عبدالله پر وینا د کرزي پر وړاندي  یو مخالف سیاسي د یموکراتیک خوځښت ورته ویلای شو.

استرالین ورځپاڼه په خپله ګڼه کې لیکي چې ډاکټر عبدالله عبدالله له کرزي وروسته واشنګټن ته ورسید خو هغسي چې د کرزي هرکلی وشو نو د عبدالله هرکلي امکان ندرلود ځکه نوموړی د اوبهاما په بلنه نه بلکې په امریکا کې د یو شمیر مدنې ټولنو په بلنه امریکا ته تللی وو.

ورځپاڼه لیکې چې امریکا ته د عبدالله عبدالله سفر د عامه اړیکو د مشق او تمرین بڼه درلوده.

دا آوازې چې وایې بارک اوبهاما کرزی په افغان ماموریت کې یو ښه ملګری بولي او واشنګټن ته د کرزي په څلور ورځني سفر کې بیا تودې شوې، عبدالله یې  په اړه شک لري او وایې چې د کرزي له نظره د افغانستان ستونزه یو څه ده خو اصلي ستونزه بل څه ده .

د شمالې ټلوالې چې د طالبانو پر ضد یې په یو دپاسه دوه زرم کال کې حمله پیل کړه د بهرنیو اړیکو دغه مشاور له طالبانو سره دسولې د خبرو په باب د کرزي د پروسې په اړه خبرداری ورکړ او زیاته یې کړه چې هیڅ کله به هم له یوه ضعیف موقف څخه خبري اترې ګټه و نه لري او دا به مخالفینو ته غلط سیګنل ورکړي.

ده استرلین ورځپاڼه لیکي چې عبدالله ععبدالله دغه څرګندوني په واشنګټن کې د هرتیج بنست په تالار کې یو شمیر کسانو ته وکړې.

ورځپاڼه لیکي چې د کرزي او سپینې ماڼۍ تر منځ اړیکې په دې ورستیو کې بي خونده شوي دي خو دغه دوه متحدین غواړي په عام محضر کې اصلي څه  پټ کړي او اړیکې ډیرې تودې او یو بل ته نږدې ملګري ښکاره کړي.

د بینوا ویب سایت درنو لوستونکو ډاکټر عبدالله عبدالله ورځپاڼي ته وویل چې ده د امریکا په کانګرس کې هم خبری وکړې.

ډاکټر عبدالله ویلي کله چې د کانګرس غونډي ته مې وینا پیل کړه نو د کانګرس غړي حیران شول چې څرنګه د کرزي یو سیاسي رقیب د هغه د سفر په تعقیب امریکا ته راغلی دی.

ډاکټر عبدالله عبدالله ده استرلین ورځپاڼي ته ویلي چې کرزي له اوبهاما سره په لوړه کچه خبري کړې دي او دا اړینه بولم چې په نړیوالو اړیکو کې پالیسي جوړونه ډیره مهمه ده او د افغانستان حالات ډیر پیچلي دي .

عبدالله عبدالله د طالبانو پر ضد د نړیوالې ټولنې مبارزه وستایله او د هغې ملاتړ یې وکړ.

ډاکټر عبدالله دا هم ویلي چې امریکا په افغانستان کې د خلکو له نظره چندان علاقه مندان نه لري او دا د اوبهاما ادارې  ته مهمه ده چې د ولسي افغانانو ملاتړ او زړونه لاس ته راوړي.

THE AUSTRALIN  د مطلب په پای کې له عبدالله عبدالله څخه په نکل کاږي چې وایې: ((  تاسوامریکا په اوس وخت کې زمونږ ملاتړ کوﺉ، او زمونږ انتخاباتو ته د امریکایانو د ټکس له مدرک څخه را ټولې شوي پیسې را کوﺉ، او دا تاسو نه شي زغملای او مونږ یې هم له خپل اړخ څخه نه شو زغملای چې د خلکو رایې غلا شي او که دا کار بیا تکرار شي دا به لا بد کار وي)) .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery