مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-05-27   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

Washingtonpost: د کندهار والی اختلاس گر وو

سرچینه: واشنگتن پوست

ترجمه او ترتیب: میرویس جلالزی

. د واشنګتن پوسټ امریکایی ورځپاڼې په خپله یوه تازه مقاله کی د کندهار د والی توریالی ویسا سابقه او اوسنی ماموریت را اخیستی او په باب یی د شواهدو پر اساس یو راپور نشر ته سپارلی دی .

واشنگتن پوست د ویسا له یو شمیر کاری ملگرو نه په نکل وایي، ویسا د بې کفایتۍ او د اداري فساد له امله د DAI په نامه له یوی خارجی قراردادی اداری نه لرې شو.

د کندهار اوسنی والي توریالی ویسا چې په خپله د کرهڼې متخصص دی په ۲۰۰۷میلادي کال کې د ( ډي اې ای) له شرکت سره یې لس میاشتې کار وکړ او په دې شرکت کې په دې تورن شو چې د خپلې کورنۍ او خپلوانو دوستانو لپاره یې کار وکړ.

د واشنګتن پوسټ ورځپاڼې په وینا د ویسا په برخه کې د اداري فساد تورونه د هغوتورونو په مقایسه لږ دي چې افغان چارواکي پرې تورن دي، خو دا حقیقت دی چې دی مخکې له کاره په دې تور لرې شوی دی چې ناوړه استفاده یې ترې کړې وه.

د کندهار د ځوانانو د فدارسیون مشر نعمت اله ارغندابی په هغه کلي کې ستر شوی دی چې ویسا هم هلته ژوند کړی دی. د ده په نظر د توریالي ویسا تر صلاحیت د کندهار د ولایت مقام ستر دی. د ارغندابي په وینا ویسا د کرهنې متخصص دی، د جګړې د وخت یو حاکم نه دی.

پر ویسا یو تور دا پورې شوی دی چې ده خپل پلرني کلي ته د څلور لکه امریکایي ډالرو په ارزښت لاره تیره کړې ده او بیا یې دا لاره په ارغنداب کې پر خپل کور ورسپره کړې ده.

د کندهار والي دا تورونه ردوي دی وایي چې لومړی خو له قراردادي شرکته ایستل شوی نه دی ده د خپلې مور د ناروغۍ او په افغانستان کې د کرهڼې په برخه کې د یوه کتاب د لیکلو له امله له هغه کاره استعفی ورکړې وه. دوهم خبره دا چې په ارغنداب کې یې د تیر کړي سړک له لارې څو کلي سره تړلې دي څو د دغو کلیو خلک هوسا شي او دا لاره یې د دې لپاره نه ده جوړه کړې چې د ده د کور مخې ته تېره شي.

په کندهار کې یوه امریکایي چارواکي وویل، کندهار والي او ښاروال باید داسې هڅې وکړې لکه د انتخاباتو لپاره چې یې څوک کوي او د خلکو رایي خپلوي.

د واشنګتن پوسټ په وینا له همدې امله امریکایانو د یوې ورځپاڼې او د عامه غونډو لګښت په غاړه اخیستی دی څو د کندهار د والي له فعالیتونو خلک خبر شي.

واشنګتڼ پوست ورځپاڼې د ولسمشر کرزي د ویاند وحید عمر خبره هم رااخیستې ده چې وایي، ولسمشر پر توریالي ویسا له لګیدلو تورونو نه دی خبر او د دې لپاره چې ویسا یو تعلیم یافته سړی دی نو والي یې ټاکلی دی. د وحید عمر په قول که چیرته د توریالي ویسا په برخه کې دغه شرکت دا تورونه پورې کړې وي نو تر اوسه یې په تیرو دریو کلونو کې ولې غږ نه و پورته شوی.

د (دی ای اې) په نامه قراردادي شرکت کې د توریالي ویسا یو شمیر پخواني همکاران وایي چې ښاغلي ویسا هلته ښه کار کاوه خو بهرنیو ورسره ستونزه لرله، ځکه چې ده به د پروژو د تطبیق په برخه کې د افغانانو د نظر پوښتنه کوله او بهرنیو به په خپل سر کارونه کول.

د واشنګتن پوسټ په وینا نن هغه ورځ ده چې بهرني ځواکونه د طالبانو پرضد په کندهار کې جګړې ته تیارسی شوې دي نو دوی د کندهار د والي هڅو ته اړتیا لري څو د خلکو اعتماد جذب کړي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery