میرویس جلالزی
د آسیا د المپیک شورا به په پلازمینه کابل کی دوه ستر جمنازیومونه جوړ کړي.
د المپیک د ملی کمیتی ویاند عارف پیمان وویل چی په دغو دوو جمنازیومونو به 5 ملیونه دالره ولگول شی .
په هر دغه جمنازیوم کی به شاوخوا 2500 تنه ورزشکاران تمرینات کوی .
د پیمان د وینا له مخی چی دغه جمنازیومونه به په 15 میاشتو کی غازی ستدیوم ته نژدی جوړ او د ملی المپیک د کمیتی په واک کی به ورکړل شی .