متون وال
جلالزی
په پکتيا ولايت کې د کرکټ پيل شوې يو مياشتنۍ سيالۍ نن پاى ته ورسېدې.
دغه سيالۍ په پکتيا کې دافغان سپورتي ټولنې له خوا په لار اچول شوې وې چې دګردېز اوشاوخوا ولسواليو لسولوبډلو په کې برخه درلوده.
د دې سياليو په پايله کې بهادراو پوهنتون لوبډلې وکولای شول چې فاينل ته لاره پيدا او پوهنتون لوبډلې وکولای شول چې بهادر لوبډلې ته په يولسو منډوماته ورکړي ..
د لوبو پر مهال د پکتيا د المپیک آمر محمدامين علم يار په خپلو خبرو د دې سياليو په بريالي ډول د پای ته رسېدو له امله خوښي وښوده او زياته ېې کړه چې دوی هڅه کوي دپکتيا لوبغاړو ته هر ډول امکانات برابر کړي .