مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-06-06   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

Foxnews: انګلېسان له افغانستانه نه وزي

Fox News


 د Fox News  د راپور پراساس دانګلستان نوي دفاع وزیر لیام فاکس  وویل دبریطانیه پوځیان به په افغانستان کې پاتې شي چې افغانستان په یوه ناکامه هیواد او دترهګرې په یوه مرکز د بدلیدا مخه ونیسي .


دانګلستان دفاع وزیر لیام فاکس په سینګاپور کې کلنۍ امنیتي غونډې په وینا کې چې دامریکا دفاع وزیر رابرټ ګیټس او د ایشا فاسیفیک هیوادونو لوړرتبه مقاماتو هم په کې ګډون کړی دی وویل: ( مونږ نشو اجازه نشو ورکولای چې افغانستان دې یوځل بیا یو ناکامه هیواد ووسي او امنیتي حلا رامینځته شي چې دتیر وخت په شان هلته ترهګر بیرته ورشي) .


دانګلستان دفاع وزیر لیام فاکس چې دکنزرویټو ګوند غړیدی کوم چې دلیبرال ډیموکراټ ګوند په مرستې سره ائتلافي حکومت جوړ کړی دی څه موده وړاندې له یوې ورځپاڼې سره په مرکه کښې افغانستان ددیارلسمي پیړۍ مات شوی هیواد بللی وو.


ددغو څرګندونو په وجه دانګلستان په دفاع وزیر نیوکې شوي وې .


دافغانستان مسولانو او رسندویو دانګلستان ددفاع وزیر دغه څرګندونې توکمیزې او له سپکاوي ډکې بللي وې .
بل خبر داچې دافغانستان په هلمند ولایت کښې له طالبانو سره په جنګ کښې دانګلستان دوه پوځيان ووژل شول .
دانګلستان دفاع وزارت وویل دغه دوه پوځيان پرون دافغانستان دهلمند ولایت په نهر سراج کښې له طالبانو سره په جنګ کې ووژل شول .


په ۲۰۰۱ میلادي کال کښې په افغانستان دامریکا او انګلستان دیرغل له و خت راهسې تراوسه په افغانستان کښې دانګلستان ۲۹۲ پوځيان وژل شوي .


بریطانیه په افغانستان کښې ۹۵۰۰ پوځيان لري .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery