دخپریدو نیټه : 2010-06-06 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
غبرګون
بشير ريان
نن يې بيا دفکرونو لړۍ ذهن ځوراوه ،دکمزورو قانون به يې سترګو ته جګ ودريد او وجود به يې سړه خوله وکړه.
دهغه ځواکمنو مټو يې يارې نه وکړه ، پخې تجربې او ستر مغز يې هسي لاړ ، نن مجبوراً کمزورو ته په ملا خم شو .
خبرې يې کولي او لاس يې ښوراوه ، داسي لکه چاچې يې خبرو ته غوږ نيولى وي ، ګواکې څوک يې دماتې ملا درد نه ويني ، سوړ اسويلي به يې وکېښ او غږ يې په زوره کړ: ياره ! انسان هم عجيبه ذات ده ، کله چې لوړ وې څه نه ويني خو چې مات شي هرڅه يې سترګو ته نېغ درېږي، په لوړتيا کې يې بدۍ غرور لوړوي خو چې ټيټ شي بيا يې همغه بدۍ دسترګو خار وي .
بده يې داچې په ټيټوالي کې ترې لار ورکېږي ، دافلاتون عقل يې له سره ځي ، دښو پر ځاى بدو او دونو پر ځاى لوخو ته لاس اچوي.
نن ورياد شول څنګه يې دکمزورو ماشومانو په وينو ولمبول ، څنګه يې دهغوى ميندې پرې بوري کړي ، څنګه يې ورته کورونه وسوزول ، هغه دماشوم کړکې ، دبوډا ښېراوې يې له ذهنه نه وتلي ، خو هغه مهال يې ددوى په اسويليو خوند اخست، په خپلو ځواکمنو مټو به يې ورته ستونى خفه کړ ، شارګ به يې ورته وواهه او له دارې، دارې وينو به يې عقل دنشي په وړاندي مات شو.
په دې يې هم بسنه نه وه کړي ،هغوى يې له خپلو کورونو وايستل، پر کلي راچاپېرو غونډيو ته پسي وخوت او دخداى په وړاندي يې سنګر ونيو .
غرونه وښورېدل ، کاڼې يې واورول ،آسماني مخلوقات را کښته شول او د زورور سترګې يې پرې پټې کړي ، هغه يې ژورو واديو ته ټيل واهه او له هسکه يې پرې دقهر اوبه تويې کړي .
همدومره نه ، هغه ته نور هم ډېر څه ورياد شول ، هغه مهال چې کمزورو په غونډيو کې پناه اخسته، ده ته يې دسولي لاس ور اوږد کړى و ، له ده څخه يې دخپلو بچيانو دسرساتنه غوښتې وه ، ده ته يې ډېر څه ورکول خو دده ډډ غږ يې په ځواب کې واوريد : جګړه دسولې پر ځاى وېنه غواړي!
نن چې دخداي قهر پرې نازل شو ، نن چې ورته دغرونو پړانګان په قهر شول او کلي يې تري ونيول ، دده عقل سر ته راغى ، ده ته يې دسولي خوږې خبري ورپه يادې کړلي، اوس يې نو دجرګې دود هم ومانه، اوس خو يې دکلي خلک دښمنان نه وو او يوازي دغرونو دمخلوق دښمنۍ ته يې اوږه ورکوله .
خو دکلي خلک به خپل کسات څنګه هېر کړي ، څرنګه به دده خونې پنجې دتېر غېږې ته وسپاري ، څرنګه به يې په لاسونو کې په نيولو ککريو سترګې پټې کړي .
له ده خپله لاره ورکه وه ، ده لا تر اوسه دې ته ځوابونه موندلي نه و. ده لا تر اوسه غوښتل دخداى له قهره په دوکو ځان وژغوري ،دهسک سرې اوبه دپښېمانۍ په خولو سړې کړي .
دکمزورو قانون يې مخې ته په نڅېدا شو ،په خپل غږ کې يې دهغوىناري واوريدي : موږ سوله غواړو، له دې سره يې دخپل قانون غبرګون هم واورېد :جګړه سوله نه وېنه غواړي!