مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-06-07   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

نیویارک ټایمز:د امریکاپیسې، دجنګ سالار امپراتوري

د امریکا په مرستو جنګ سالار امپراتوري جوړه کړه

سرچینه: نیویارک ټایمز

ترینکوټ: افغانستان

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

د افغانستان دجنوب په دغه سیمه کې تر ټولو قدرت من سړی نه والي دی، نه امنیه قوماندان او نه هم د افغان ملي اردو قوماندان.

دا سړی مطيع الله خان دی .

مطیع الله خان هغه کس دی چې د یوه وسله وال امنیتي شرکت خاوند دی او هغه د ناټو د کتارونو د محافظت له لاري  په ملیونونو ډالر تر لاسه کړي دي.

نیویارک ټایمز لیکي چې د مطیع الله خان جنګیالي د امریکا له سپیشل فورس ځواکونو سره په ارزګان ولایت کې د پيسو په مقابل کې په عملیاتو کې هم برخه اخلي.

نیویارک ټایمز لیکي چې له دوو کلونو په کمه موده کې د نیمروز د لویو لارو د پولیسو دغه بي سواده قوماندان خپل نفوذ دومره پراخ کړ چې تر والي هم پراخ .

نیویارک ټایمز د سیمې له خلکو په حواله لیکي چې مطیع الله خان اوس په دولت کې هم پوره نفوذ لري او سړي یې د امریکا له ځانګړو سرتیرو سره په ګډه د بغاوت ضد عملیات تر سره کوي.

مطیع الله خان نیویارک ټایمز ته ویلي چې ارزګان ولایت چې یو مهال ډیره خطرناکه سیمه وه اوس د هغه پر وینا په یوه نسبتاً له امنه ډکه سیمه بدل شوی دی .

نیویارک ټایمز لیکي چې مطيع الله خان د هغو نیمه رسمي جنګ سالارانو له ډلي څخه دی چې په دې ورستیو کې  په افغانستان کې یو ځل بیا سره را ټوکیدلي په داسي حال کې چې د امریکا دولت غواړي چې د طالبانو پر ضد د دغه هیواد کورني ځواکونه قوي او په سمو وسایلو سمبال کړي.

نیویارک ټایمز لیکي په داسي حال کې چې د امرکیا دولت غواړي په افغانستان کې د جنګ سالارانو او طالبانو له ویرې خلګ لري کړي نو دا به څرنګه امکان ولري چې د مطیع الله خان په څير کسان په یوه ولایت کې شتون ولري او حکومتي اداره دې غښتلي شي.

نیویارک ټایمز لیکي چې مطيع الله خان او د هغه جنګ سالار چریکان د خپل تجارت لپآره کار کوي او هغوي نه د افغان دولت او نه هم د ناټو د راتلونکي او فعلي حالت پروا لري.

ورځپاڼه د مطیع الله خان له یوه همکار څخه په نکل کاږي چې مطیع الله خان د کندهار - ترینکوټ د سل کیلومتره لویې لارې د امنیت ساتلو لپآره له ناټو ډیري پیسې تر لاسه کوي.

د بینوا ویب پاڼي درنو مینه والو، سرچینې نیویارک ټایمز ته وویل کله چې د ناټو یو موټر له دغې لارې په مصونه توګه یوې او بل خوا ته تګ را تګ کوي باید مطيع الله خان ته ۱۲۰۰ امریکایې ډالره او که  کوچنی هغه پرې تګ را تګ وکړي په یو وار تګ باید ۸۰۰ ډالره دوي ته ورکړي .

نیویارک ټایمز لیکي چې له دغه مدرک څخه د مطیع الله خان میاشتنی عاید دوه نیم ملیونه امریکایې ډالروته رسیږي چې دا د افغانستان په کچه یو لوی مالي رقم دی .

ورځپاڼه په پای کې لیکي چې د مطیع الله په څیر ډیر جنګ سالاران په ورته دندو بوخت دي او ښاغلی مطیع الله د خپلو ۱۵۰۰ چریکانو له ډلي څخه ۶۰۰ تنو ته د کورنیو چارو له وزارت څخه هم میاشتنې امتیازات اخلي.

نیویارک ټایمز لیکي په داسي حال کې چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مطیع الله خان ته پیسې ورکوې خو وزارت په دې نه پوهیږي چې د مطیع الله چریکان د دولت قوانینو او مقرراتو ته ژمن نه دي.

میرویس جلالزی

بینوا

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery