مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-06-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په سویلي افریقا کي ۲۰۱۰ نړیوال جام دلوبو ورستې حال

میرویس جلالزی

ارجنټاین نایجریا ته ماتې ورکړه
د جنوبي افریقا د ۲۰۱۰ کپ د فوټبال نړیوالو سیالیو دري لوبي وشوي چي ارجنټاین یو په صفر نیجریا ته ماتي ورکړه .
دغه ګول ګابریل هاینزه په ۶ دقیقه کې وواهه .
دغه لوبه د ژوهانسبورګ په الیس لوبغالي کښي وشوه چي ریفري یې هم جرمنی ولفګان اشتارک وو.

جنوبي کوریا یونان په ګونډو کړ
د جنوبي افریقا د ۲۰۱۰ کپ د فوټبال نړیوالو سیالیو په لړ کې په لومړۍ ورځ د آسیا استازي
جنوبي کوریا یونان ته دوه د صفر پر وړاندي ماتې ورکړه.
د جنوبي کوریا لپاره لي جونګ سو په ۶ دقیقه او پارک جي سونګ په ۵۲ دقیقه کښې ګولونه ووهل .
ددغه لوبي ریفري د نیوزیلینډ میشل هستر وو.

امریکا او انګلستان مساوې شول
د جنوبي افریقا د ۲۰۱۰ کپ د فوټبال نړیوالو سیالیو په لړ کې انګلستان او امریکا مساوي پاتې شول.
د  سیالیو ورسوتۍ لوبه د انګلستان او امریکا وه چي یو یو یې مساوي کړه .
دغه لوبه روستنبرګ ښار په رویال بافوکنګ لوبغالي کې وشوه چي ریفري یې هم سیمون وو
 لومړی د انګلستان لوبغاړي جرار‌ډ په ۴ دقیقه کې وواهه خو په ۴۰ منټ کې امریکا بیرته ځواب ورکړ .
د انګلستان لوبغاړومیلنر، کاراگر و جرارد او د امریکا لوبغاړو از و چراندولو، دمیریت و فیندلی زیړ کارتونه واخیستل .

اسلونیا الجریا ته ماتې ورکړه
د جنوبي افریقا د ۲۰۱۰ کپ د فوټبال نړیوالو سیالیو په لړ کې په دوهمه ورځ  الجریا له اسلونیا سره لوبه وکړه.
په دغه سیالي کې الجریا په یوه ګول سره ماتې وخوړه
لوبه مساوې پر مخ تله خو په دوهمه نیمایې کې د اسلونیا ټیم وتوانید چې د لوې پایله د صفر پر وړاندي په یوه ګول سر ته ورسوي

ګانا سربیا ته ماتې ورکړه
د جنوبي افریقا د ۲۰۱۰ کپ د فوټبال نړیوالو سیالیو په لړ کې په دوهمه ورځ  ګانا له سربیا سره لوبه وکړه.
په دغه سیالي کې سربیا په یوه ګول سره ماتې وخوړه.
لوبه مساوې پر مخ تله خو په دوهمه نیمایې کې دګانا     ټیم وتوانید چې د لوې پایله د صفر پر وړاندي په یوه ګول سر ته ورسوي.

جرمني اسټرالیا ته ماتې ورکړه
د جنوبي افریقا د ۲۰۱۰ کپ د فوټبال نړیوالو سیالیو په لړ کې په دوهمه ورځ  جرمني او استرالیا لوبه وکړه.
لوبه په ډیر شوق سره د جهانزبرګ په سټډیم کې د سلګونو زرو کسانو له لورې تعقیبیده خو  په لومړۍ نیمایې کې دواړه ټیمونه په دې بریالی نه شول چې یو د بل پر وړاندي ګولونه ووهې.
په دوهمه نیامایې کې جرمني په یوه ګول سره اسټرالیا په ګونډو کړ.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery