د فوټبال د نړيوال جام دسياليو لړۍ چي كوربتوب يي سويلي افريقا پر غاړه لري د جرمني په ماتي سره پر مخ ولاړه
د تيرې ورځي (۱۸مه) د جون په لوبه كښي د نړيوال جام دري ځلي اتل جرمني په خپله دويمه لوبه كښي د سربستان د ملي لوبډلي په وړاندي د لوبي ډګر ته راوتلي وو چي د سربيا د لوبډلي لخوا (يو) د (صفر) په وړاندي له ماتي سره مخ سو
ياده لوبه د دواړو لوبډلو دويمه دويمه لوبه وو چي جرمني په خپله لومړۍ لوبه كښي اسټراليا ته (۴) د (يو) په وړاندي ماته وركړي وه او سربيا بيا له ګانا څخه ( يو) د (صفر) په وړاندې ماته قبوله كړې وه خو دا ځل د سربيا لوبډلې جرمنۍ په ګونډوكړ او خپلي نمري يي له جرمنې سره مساوي كړي
د تيري ورځي دوي نوري لوبي بيا مـساوې پاي ته ورسيدلي د جمعي په ورځ په دويمه لوبه كښي سلوانيا له امريكا سره ولوبيده چي د سلوانيا ملي لوبډلي په لومړي نيمايي كښي ښه بريدونه وكړل او خپل د ګولو شميره يي (۲) ته ورسول
خو په دويمه نيمايي كښي د امريكا ملي لوبډلي خپله دفاع ټينګه كړل او دوه ځلي يي د سلوانيا د ملي لوبډلي جال وخوځاوه او لوبه (دوه) د (دوه) په وړاندي مساوي پاي ته ورسيدل
په دريمه لوبه كښي الجزاير د شپي د افغانستان پر وخت (۱۱) بجي د انګلستان مخي ته ودريد په دغه لوبه كښي دواړو لوبډلو د ګول په وړاندي ښه چانسونه لرل خو يوه لوبډله هم ونه توانيده چي له خپلو ترلاسه سوو چانسو څخه ګته واخلي له هم دي امله لوبه (صفر) د (صفر) په وړاي بيله كوم ګوله مساوي پاي ته ورسيده او دواړو لوبډلو ته په خپل ګروپ كښي يوه يوه نمره وركول سوه
د يادوني وړده چي نن ورځ د جون (۱۹مه) به دغه لاندي لوبډلي يو د بل په وړاندي بخت وازميي
هالنډ او جاپان به د افغانستان پر وخت مازيګر ۴ بجې يو دبل سره ولوبيږې
ګانا او اسټراليا به د افغانستان پر وخت ماښام ۶ بجې او ۳۰ دقيقي د لوبي ډګر ته راووځي
کاميرون او ډنمارک به د افغانستان پر وخت د شپي ۱۱ بجې يو د بل په وړاندي بخت وازمويي