مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-06-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

يې د ښكلا ميري

نقيب احمد قريشي

افغان ازاده راډيو كندهار عينومينه:

يې د ښكلا ميري نن دي بيا پرخپلو تكو تورو سترګو رانجه پوري كول يې ګراني ته ولي داسي كوې او خپلي تكي توري سترګي دي لاپسي ښكلي كوي مه نور داسي مه كوه په خپل ځان باندي هيڅ لاس مه وهه همداسي پاته سه او همداسي وكه نه داسي نه ده زه خو تل تاته ماشاالله وايم او تل مي درته په درنه سترګه كتلي  دي

يې دښكلا ميري يې د ښكلا ميري تاته وايم

ما وژغوره ومي ساته او ژوند ته مي نجات راكه داسي مي در خپل كړه لكه ما چي خپله كړې يې يې زه خو په هر څه كي ستا انځور ګورم په اوبو كي د خپل لاس په ورغوي كي په خپلو خيالونو كي مي حتا په هغه تيت څراغ كي چي ماته په نيمو شپو كي رڼاګاني راكوي نويې د حيا او ښكلا مير صدقه دي سم قربان دي سمه قربان دي سمه او قربان دي سم

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery