Source:Daily Times
T.By Mirwais Jalalzai
اوباما ولې اوس له طالبانو سره خبرو ته ګروهمن شو?
په افغانستان کې دامریکايي اوبهرنیو عسکرو تلفات ورځ تربلې زیاتیږي او یوازې دجون په میاشت کې چې لاېې څو ورځې پاتې دي کابو ۹۳ بهرني عسکر وژل شوي دي چې کابو دري پنځوس پکې امریکایان دي دې
چارې ښاي دامریکا ولسمشر هم دې اړکړی وي چې دجي اته له غونډې وروسته ووايي چې دافغانستان جنګ دامریکا په تاریخ کې ترټولو اوږد جنګ دی او باید دغه جنګ ډير ژرپاي ته ورسیږي هغه وویل چې دفغانستان مسله پوځي لاره نه لري او باید له ډیپلماټیکې لارې حل شي.
اوباما زیاته کړه چې له همدې امله له طالبانو سره د خبرو لپاره د ښاغلي کرزي له خوا د پيل شوي بهیره ملاتړ کوي.
نو پر دې بنسټ به په راتلونکي کال کې دامنیتي مسوولیتونو لېږد پیل کړي.
اوباما همدارنګه اعتراف وکړ چې دروان کال په وروستیو کې به د ډیپلماټیکي، سیاسي او پوځي نیمګرتیا وو په برخه کې جاجونې تر سره کړو او ناکامۍ به لرو کړو.
له بلې خوا د بریټانیا دپوځ مشر جنرال ډیویډ ریچارډ هم په یوه راډیویي مرکه کې ویلي دي، چې د وخت له لاسه وتلو پرته باید له طالبانوسره ژر تر ژره خبرې اترې پیل شي او س ولې بهرنیان په تیره بیا امریکایان او بریټانیاوال له طالبانو سره خبرو ته لیوالیتا ښيي اوپاکستان ولې په دې وروستیو کې په دې برخه کې ډیرفعال شوی دی دغه موضوع مو په هنداره کې دافغانستان دولسي جرګې له غړي ښاغلي نعیم فراهي او دغه راز دکابل چاپ دپيام مجاهد مجلې له مسول مدیر او دسیاسي چارو له کارپوه ښاغلي حفیظ منصور سره شریکه کړې چې تفصیل ېې دلته اوریدلی شئ .
----------------------------